په کندهار ښار کې د چهار شنبې په ورځ د پاکستاني درملو د پلور د مخنیوي پر سر د طالبانو او درمل پلورونکو ترمنځ اخوډب شوی، چې له امله یې پنځه طالبان او پنځه ملکي کسان ټپیان شوي او تر ۲۰ ډېر کسان نیول شوي دي.
د سرچینو په وینا، پېښه د چهارشنبې په غرمه د لومړۍ حوزې اړوند د نوي سړک په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې طالبانو غوښتل د پاکستاني درملو د لېږد او پلور مخه ونیسي، خو درمل پلورونکو یې مخالفت وکړ او اعتراض یې پیل کړ.
سرچینې وايي، طالبانو پر لاریونکوونکو ډزې کړې او د درملو شرکتونو تر ۲۰ ډېر مسوولین او کارکوونکي یې نیولي دي. لاریونکوونکو د طالبانو یو موټر هم تخریب کړی دی.
بلخوا، د طالبانو امنیه قوماندانۍ د پېښې پخلی کړی او د یو شمېر اعتراضکوونکو نیول یې منلي، خو د نیول شویو کسانو کره شمېر یې نه دی څرګند کړی.
طالبانو د روانې اوونۍ په پیل کې په بازارونو کې د پاکستاني درملو پر پلور بندیز اعلان کړی و، خو درمل پلورونکي وايي چې د دغو درملو مخنیوی باید په سرحدي سیمو کې وشي.
