د ارجنټاین د بهرنیو چارو وزارت د ایران هغه پرېکړه په کلکه رد کړې چې د دغه هېواد سمندري او هوايي ځواکونه یې د «ترهګرو سازمانونو» په نوملړ کې شامل کړي دي او دا یې له قانوني بنسټ پرته اقدام او نهمنونکی تور بللی دی.
دغه وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د ارجنټاین وسلهوال ځواکونه قانوني بنسټونه دي، د دغه هېواد د اساسي قانون تابع دي او د ملي حاکمیت د دفاع مسوولیت لري.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه ځواکونه خپلې دندې د ملي قوانینو، نړیوالو قوانینو، تړونونو او نړیوالو هوکړهلیکونو په رعایتولو سره ترسره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون (چهارشنبه، د لړم ۲۰مه) د ارجنټاین سمندري او هوايي ځواکونه «ترهګریز سازمانونه» اعلان کړل.
ایران ویلي چې دغه پرېکړه یې د متقابل عمل د اصل پر بنسټ کړې ده.
ارجنټاین شاوخوا اووه میاشتې وړاندې د ایران سپاه پاسداران ځواک د «ترهګریزو سازمانونو» په نوملړ کې شامل کړی و.
د ارجنټاین حکومت همدارنګه ایران تورن کړی چې د دغه هېواد له قضايي ادارو سره همکاري نه کوي او له تهران څخه یې غوښتي چې د مطلوبو کسانو د نیولو نړیوال حکمونه عملي کړي.
د ارجنټاین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد قضايي ادارو ایران په ۱۹۹۲ کال کې د اسرائیلو پر سفارت برید او په ۱۹۹۴ کال کې د امیا یهودي مرکز په چاودنه کې مسوول بللی دی.
خو تهران دغه تورونه رد کړي دي.
