د طالبانو حکومت په افغانستان کې د سوالګرۍ د مخنیوي لپاره له نړیوالو مرستندویه بنسټونو او موسسو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر نن (پنجشنبه، د لړم ۲۱مه) په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو او نړیوالو بنسټونو له استازو سره د همغږۍ د یوې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د دغه دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د سوالګرۍ پر لاملونو، د دې پدیدې لپاره پر دایمي او دوامدارو حللارو او د طالبانو پر هڅو بحث شوی او له نړیوالو بنسټونو او مرستندویه موسسو سره د ګډې همکارۍ په اړه نظرونه تبادله شوي دي.
د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر ویلي، له هر اړخیزو بحثونو وروسته ټینګار شوی چې د سوالګرۍ د کچې د راکمولو لپاره باید د مسلکي زدهکړو، مشروطو نغدي مرستو او اقتصادي پیاوړتیا له لارې سوالګرو ته دایمي او باعزته ژوند برابر شي.
دغه دفتر زیاته کړې چې د سوالګرۍ د مدیریت لپاره یې یو هر اړخیز پلان له نړیوالو بنسټونو او مرستندویه موسسو سره شریک کړی دی.
طالبانو په ۱۴۰۱ لمریز کال کې سوالګري منع کړه او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې د سوالګرو د راټولولو پراخ کمپاین پیل کړ.
د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د «د سوالګرو د راټولولو او د سوالګرۍ د مخنیوي قانون» په نوم سند لاسلیک کړی چې له مخې یې سوالګري د یوه مسلک په توګه جرم ګڼل شوې او مستحقو سوالګرو ته د مرستو د برابرولو یادونه پکې شوې ده.
د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر تېر کال اعلان کړی و چې یوازې د کابل له ښار څخه یې ۷۴ زره او ۹۶۸ سوالګر راټول کړي دي.
په افغانستان کې د سوالګرۍ اصلي لاملونه اقتصادي کړکېچ او بېکاري بلل کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لا زیات شوي دي.
ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان نیمایي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې په پراخه کچه کمې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې د ۱۷.۵ میلیونه زیانمنو کسانو د لاسنیوي لپاره د ۱.۷ میلیارد ډالرو بودیجه غوښتې ده، خو تر اوسه د دې بودیجې یوازې څه باندې ۳۳ سلنه برابره شوې ده.
