د طالبانو د فاریاب امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې په یوه جنایي پېښه کې دوه ښځې وژل شوې او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.
دې قوماندانۍ ویلي، چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې (چهارشنبه، د لړم ۲۰مه) د میمنې ښار د لومړۍ ناحیې په «دمقول» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د طالبانو د فاریاب امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د دې پېښې لامل «کورنۍ تاوتریخوالی» و.
د دې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، د پېښې عامل له سیمې تښتېدلی و، خو د طالبانو ځواکونو د میمنې ښار د «عربخانې» له سیمې نیولی دی.
د طالبانو د فاریاب امنیه قوماندانۍ د قربانیانو هویت او له وژنې د تورن کس سره د هغوی خپلوي نه ده په ډاګه کړې.
په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کورني تاوتریخوالي له امله د وژنو پېښې په څرګند ډول زیاتې شوې دي.
پرون هم د طالبانو د هرات امنیه قوماندانۍ اعلان وکړ، چې یو کس یې د خپلې خواښې د وژلو په تور نیولی دی.
دې قوماندانۍ ویلي وو، چې تورن کس خپله خواښې د هرات ښار د یوولسمې ناحیې په رازي ښارګوټي کې په ډبرو وژلې او تښتېدلی و، چې تر څلورو ورځو وروسته وپېژندل شو او ونیول شو.
د دې پېښې لامل هم «د تورن کس او د مېرمنې د کورنۍ ترمنځ کورني اختلافات او ستونزې» بلل شوې دي.
