د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژاننوئل بارو د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه «جنسیتي اپارتاید» بللي او ټینګار یې کړی، چې له دې ډلې سره د پاریس تخنیکي خبرې اترې د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو په معنا نه دي.
بارو د سېشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳مه) د فرانسې په ملي شورا کې د حکومت د پوښتنو او ځوابونو په غونډه کې، د شنو ګوند د یوې استازې لئا بالاج المریکی د نیوکو په ځواب کې ویلي، چې فرانسه په هېڅ صورت له طالبانو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د جوړولو اراده نه لري.
هغه زیاته کړې: «له طالبانو سره احتمالي تخنیکي اړیکې نه د هغوی د کړنو د تایید او نه هم د دغه رژیم د په رسمیت پېژندلو په معنا دي. دغه ډله په اوسني عصر کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض تر ټولو ناوړه بڼه عملي کوي، چې دا جنسیتي اپارتاید دی.»
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې هڅه کوي چې د بشریت ضد جنایتونو د راتلونکي کنوانسیون په چوکاټ کې د «جنسیتي اپارتاید» جرم تعریف او ځای پر ځای شي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د شنو ګوند استازې د فرانسې د حکومت له هغې پرېکړې سره مخالفت وښود، چې غواړي له طالبانو سره د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړي، چې په فرانسه کې د قانوني استوګنې اسناد نه لري او د چارواکو په وینا د عامه نظم لپاره ګواښ ګڼل کېږي.
دغې استازې ادعا کړې، چې د دې خبرو په لړ کې د طالبانو دوه استازي فرانسې ته سفر کوي او دا اقدام یې «خیانت» بللی دی. هغې د دغو استازو د هویت او په فرانسه کې د دوی د پاتې کېدو د مودې په اړه د وضاحت غوښتنه هم کړې، خو د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د دغه احتمالي سفر په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
بارو ویلي، له طالبانو سره تخنیکي خبرې د دې لپاره کېږي، چې د هغو افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شي، چې د فرانسوي چارواکو په ارزونه کې تر ټولو خطرناک کسان بلل کېږي.
نوموړي په ورته وخت کې د افغان ښځو د زدهکړو لپاره د فرانسې د ملاتړ د زیاتوالي خبر هم ورکړی دی.
د هغه په وینا، د ۲۰۲۷ کال په جنورۍ میاشت کې به ۵۰ افغان ښځینه محصلینې فرانسې ته ولېږدول شي او د همدې کال په سپټمبر کې به ۳۵ ممتازې دولتي بورسونه هم افغان ښځو ته ځانګړي شي. هغه زیاته کړې، چې فرانسه به راتلونکی کال ۲۰۰ افغان ښځې هم ومني.
دا په داسې حال کې ده، چې له طالبانو سره د یو شمېر اروپايي هېوادونو د تعامل د زیاتېدو په تړاو د افغانانو، د طالبانو د مخالفو ډلو، د بشري حقونو د بنسټونو او په اروپا کې د کیڼ اړخو ګوندونو نیوکې هم زیاتې شوې دي.
تر دې مخکې د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر هم په مادرید کې د افغان ښځو اړوند یوې غونډې ته ویلي وو، چې هېواد به یې هېڅکله طالبان په رسمیت ونه پېژني.
