د خوست ولایت په قلندر ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د خوست لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند طاهر احرار وايي، دغه پېښه تېره شپه د قلندر ولسوالۍ په کوتکي سیمه کې د یوه فلانکوچ موټر د تخنیکي ستونزو له امله د چپه کېدو په پایله کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې یو کس ژوند بایللی او څلور نور ټپیان شوي دي، چې د ترافیکو پولیسو له لوري روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ترافیکي پېښو له مهمو لاملونو څخه د موټرو تخنیکي ستونزې، د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه مراعاتول او د موټرچلوونکو بېاحتیاطي ګڼل کېږي.
دغه ډول پېښې هر کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو د مرګژوبلې لامل کېږي.
په خوست کي ترافیکي پېښي ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
