امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د مرکزي استخباراتو ادارې (سيآیاې) او د ملي استخباراتو د مدیر دفتر د سایبري بریدونو هدف ګرځېدلي او په پایله کې یې د دغو ادارو یو شمېر غیرمحرمو معلومات افشا شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۴مه) په یوه راپور کې لیکلي، چې دغه سایبري نفوذ هغه شبکه په نښه کړې، چې له عامه سرچینو او غیرمحرمو معلوماتو څخه د استخباراتي معلوماتو د راټولولو او استخراج لپاره کارول کېږي.
د راپور له مخې، لا هم څرګنده نه ده چې په دې برید کې په دقیقه توګه کوم ډول غیرمحرمانه معلومات له ګواښ سره مخ شوي دي؛ خو احتمال شته چې د امریکا د حکومت د ځینو نورو ادارو معلومات هم افشا شوي وي.
د امریکا د ملي استخباراتو د مدیر دفتر د دغو راپورونو په غبرګون کې ویلي، چې د دې پېښې له امله د یادې ادارې په حیاتي وړتیاوو او محرمو سیسټمونو کې هېڅ ډول اختلال نه دی رامنځته شوی.
دا پېښه د امریکا پر دولتي ادارو د وروستیو سایبري بریدونو او تخنیکي ستونزو د لړۍ یوه بله بېلګه بلل کېږي.
تر دې وړاندې هم د امریکا پر کرنې وزارت د سایبري برید راپور ورکړل شوی و. سربېره پر دې، په وروستیو ورځو کې د دغه هېواد د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېفبيآی) کې د سایبري نفوذ دوه جلا پېښې افشا شوې وې او د جګړې او کورني امنیت وزارتونه هم له ورته سایبري پېښو سره مخ شوي دي.
رویټرز لیکلي، چې له پراخو څېړنو سره سره لا هم د سایبري نفوذ څرنګوالی او هغه لاره نه ده معلومه شوې، چې بریدګرو پرې د هدف ګرځول شویو ادارو شبکو ته لاسرسی موندلی دی.
