په پنجشېر ولایت کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په رخه ولسوالۍ کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین له چاودنې وروسته، د طالبانو استخباراتو د سیمې ۱۰ اوسېدونکي نیولي دي.
د سرچینو په وینا، د طالبانو استخباراتو نن (شنبه، د لېندۍ ۷مه) د رخه ولسوالۍ د «شیخان» کلي ملک او د دې ولسوالۍ نهه نور اوسېدونکي نیولي دي.
سرچینې زیاتوي، سره له دې چې د ماین ځای پر ځای کوونکی کس د چاودنې پر مهال وژل شوی، خو طالبانو د سیمې اوسېدونکي په دې چاودنه کې پر لاس لرلو تورن کړي او نیولي یې دي.
دغه چاودنه نن سهار وختي د رخه ولسوالۍ د لېسې ترڅنګ او د افغانستان د ملي دفاع وزارت د پخواني وزیر بسمالله محمدي اړوند کور ته نږدې شوې ده. دغه کور اوس د طالبانو پر پوځي مرکز بدل شوی دی.
په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند سیفالدین لتون ویلي، چې په دې چاودنه کې د ماین ځای پر ځای کوونکی کس وژل شوی، خو هویت یې تر اوسه نه دی معلوم شوی.
خپور شوي انځورونه ښيي، چې چاودنې د دغه کس د بدن ډېری برخې له منځه وړې دي.
د دې چاودنې انګېزه لا هم روښانه نه ده او تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
