د افغانستان متحدې جبهې ادعا کړې چې د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې د یوه ښوونځي ترڅنګ د شنبې ورځې سهار شوې چاودنه د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) په یوه پټنځای کې شوې ده.
دغه جبهې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې چې پاکستاني طالبانو له دغه مرکز څخه د چاودېدونکو توکو د زېرمه کولو او جوړولو لپاره کار اخیسته، چې په کې ځانمرګي واسکټونه او د سړک غاړې ماینونه هم شامل وو.
د متحدې جبهې په اعلامیه کې ادعا شوې چې په دې چاودنه کې د پاکستاني طالبانو تحریک ۱۳ غړي، د ملا ندیم په نوم د دغه ډلې د یوه قوماندان په ګډون، وژل شوي دي.
په همدې حال کې یوې سیمهییزې سرچینې هم اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې په هغه کور کې چې چاودنه پکې شوې، د پاکستاني طالبانو تحریک یو غړی اوسېده او چاودېدونکي توکي یې ساتل.
خو سرچینې د دغه کس د هویت او دې په اړه چې ایا نوموړی هم په چاودنه کې وژل شوی که نه، نور جزئیات نه دي ورکړي.
بلخوا، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې د لومړنیو څېړنو له مخې، چاودنه ښوونځي ته نږدې د یوه کانکېندنې شرکت د چاودېدونکو توکو په زېرمتون کې شوې او لامل یې «غفلت او بېاحتیاطي» وه.
قانع د کور د مالک او په دغه کور کې د چاودېدونکو توکو د ساتلو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.
د کونړ ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۰ کسان، چې اووه یې زدهکوونکي دي، وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، د دې چاودنې ډېری قربانیان د شپږم ټولګي او تر هغه ټیټو ټولګیو زدهکوونکي دي.
کونړ د افغانستان له هغو سرحدي ولایتونو څخه دی چې له پاکستان سره ګډه پوله لري. په دې ولایت کې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) د غړو د فعالیتونو په اړه څو ځله راپورونه خپاره شوي دي.
پاکستان هم په افغانستان کې له طالبانو سره د نښتو پر مهال څو ځله د کونړ ولایت بېلابېلې سیمې بمبار کړې دي او ادعا یې کړې چې د پاکستاني طالبانو تحریک اړوند غړي او تاسیسات یې په نښه کړي او له منځه وړي دي.
