پروان کې شپنی ناڅاپي سیلاب

شپنی ناڅاپي سېلاب

خبریال: خادم حسین کریمي

ژباړن: بهادرخان رحماني

له حسیبا مې وپوښتل د کور د مشر زوی په توګه د پلار، مور او نیا له مړه کېدو وروسته د ژوند له سختیو څنګه تېرېږي: «زه د اووم ټولګي دویم نمره زده کوونکی یم. نه غواړم له درسونو لاس واخلم. هم کار کوم او هم درس وایم. پلار مې هیله درلوده، چې روغتیاپال شم. زه مې د خپل پلار هیله پوره کوم.»

د کابل شمال په ۶۵ کیلو مټرۍ، د پروان مرکز چارېکار ښار په منځ کې، یوه لویه او ژوره کنده ایستل شوې ده. هغه ځای کې چې ټاکل شوې، د کابل – شمال لویې لارې ځمکې لاندې پلورنځی جوړ شي. په سلګونه لاس پلوري، ټکسي چلوونکي، د شیریخ پلورنې او د ګرځنده کوچنیو رسټورانټونو کارکوونکي د دې کندې شاوخوا کې په خورا شور سره د پېرېدونکو پاملرنې جلبولو کې بوخت دي. کابل، کابل، دوه کسه. هله کابل. شیریخ، شیریخ، راځه خاله د ښځو ځای لرو. د کندې له څنډې یو څو مټره لاندې، غولی خټو او وړو تیږو پوښلی دی. کله چې موږ د پیاده تلوونکو او پلورونکو له منځه د دې کندې غولي ته وګورو، حیران شو چې ایا د ښار د سیلاب ځپلو اوسیدونکو جسدونه لاهم د خټو او تیږو لاندې پاتې دي. اشرف، یو له سېلاب ځپلیو وویل، تر اوسه د خپلې عمه لور د جسد موندلو په لټه کې دی: «ښایي د ښار څلور لارې په لویې کنده کې د راټول شویو خټو لاندې وي. تر اوسه نه پوهېږم.» د چارېکار ښار «۹مې او ۱۲مې پارچې» اوسېدونکي، چې د سېلاب څپو یې کورونه له منځه وړي وایي، د ښار له دې کندې یې څو جسدونه راویستي دي.

د چهارشنبې سهار ۳ بجې، د وږي ۵مه، کله چې د چارېکار اوسېدونکي ویده ول، د کوهستان له لمنو څخه یو ویروونکی سیلاب ، چې د ښار شمال لویدیز کې د دیوال او لوړ دیوال په څیر غزیدلی ، د چاریکار د ۹مې او ۱۲م بلاکونو اوسیدونکو ته ورسېد. د سیل له راوتو سره سم، هغوی چې د کوهستان لمنو جګو برخو کې پراته دي، د مرمیو په ډزو سره هڅه وکړه چې لاندې کورونه خبر کړي. اشرف، چې سېلاب یې د عمه او خاله کورنۍ په غم کښېنولي وایي، هغه د وېروونکو ډزو له امله له خوبه پاڅېد او کله چې د سېلاب لومړۍ قهرېدلې څپې د کورونو پر دېوالونو او دروازو ولګېدې، پام یې شو چې د طبعیت له غضب سره مخ شوي دي: «سېلابونو مونږ حیران کړو. له دې وړاندې، خو ډېر کلونه مخکې، داسې سېلاب نه و راوتی. شپه مهال چې ویده شو، باران لږ، لږ ورېده او د سېلاب راوتو شونتیا نه وه.»

د ښار ۹مې برخې یوې کوڅه کې، له یو غم ځپلي نوي ځوان سره مې وکتل. داسې ښکارېده، چې لا هم پر کورنۍ راغلی غم یې هېر نه و. زما پوښتنو ته یې په ځنډ سره، ځواب وایه. کله چې هغه سره، له څو ویجاړو شویو کورنیو په تېرېدو د نوموړي کور ته ورسېدو. د کور په لوړو کې یې لاس په ملا د خپل کور ویجاړیو ته، چې له تیږو ډک و کتل او ژړل.

د بریالي او قرېشه ویجاړ کور، د زرګونه تیږو او خټو تر محاصرې لاندې دی.

۱۲ کلن بکتاش، د صادقي لېسې د ۶م ټولګي زده کوونکی، هغه ښوونځی چې نیا یې په کې ملازمه وه، ۱۱ میاشتې وړاندې یې خپل پلار له لاسه ورکړ. د ۱۳۹۸ل کال د تلې په ۲۳مه، د افغانستان ملي پوځ ځانګړو ځواکونو ۷۷۷مې قطعې سرتېري «بریالي» لېږدوونکي چورلکې، په یوې تمریني الوتنه کې د افغانستان شمال ته د حیرتانو بندر په دوه لاره کې، سقوط وکړ. د افغانستان پوځ کې له نږدې اتو کلونو چوپړ وروسته، بریالی توانېدلی و، چې د خپل معاش په سپما سره، د چارېکار ښار شمال لویدیځ ته څېرمه، د کوهستان لمنو کې یو کور واخلي. هغه ځای چې هغه له خپلې مور، ښځې او شپږو ماشومانو سره په دې کوچني او دوه خونو درلودونکي کور کې ژوند کاوه. د بریالي په وژل کېدو سره د دې ګڼ شمېره کورنۍ ساتنه او پالنه د هغه د نیا په اوږو پرېوته. بوبوګل، په ښوونځي کې د ملازم او پاک کوونکي په توګه خپل لمسیان په نیم نس مړول.

د چهارشنبې سهار، د وږي په ۵مه، قریشه د دوی د کور پر دروازې د سېلاب څپو لږېدو سره، ناڅاپه له خوبه راپاڅيږي. هغه په منډه، خپل ۶ ماشومان له خوبه راپاڅوي، څو هغوی د حوېلۍ بلې خوا لوړ دېوال ته چې شاته یې یو کور دی، ولېږدوي. د بریالي او قریشې تر ټولو مشر اولاد حسیبا وایي، مور یې فکر کوو چې دغه دېوال چې شا ته یې یو بل کور هم دی، د سېلاب له څپو به یې وساتي. هغه لویه ویاله، چې ددی کورونو تر څنګ تېره شوې، په طبعیي ډول ترې سېلابونه تېرېږي. هغوی فکر نه کوو، چې لیونی او د دوی د فکر خلاف سېلاب دې، په هغه لویه ویاله کې نه، بلکه پر کوڅو او کورونو دې یرغل وکړي.

بکتاش پر هغو تیږو چې انګړ یې ور ډک کړی و، څو دقیقې یې خپل ویجاړ کور ته کتل

قریشه، د مېړه مور یې بوبوګل او شپږ ماشومان یې، په ویریدلیو او ګډوډ حالت، د ځورېدونکو او نا ارامه اوبو منځ کې چې انګړ یې ورته ډک کړی و، نه پوهېده چې څنګه له دې کړاوه وژغورل شي. هغې، هغه دیوال ته چې یو وخت یې پناه ور وړې وه، کله چې هغه دیوال چې دوی پکې پناه اخیستې وه د سیلابونو څپو لخوا ولړزیده، قریشې د تېښتې په یوې سختې لارې کې پناه واخیسته. هغې او بوبوګلې تر خپلو خپو لاندې د بوشکې په ایښودلو سره، چې خپل ماشومان یو، یو د ګاونډي له دېواله چې شاوخوا دوه متره دی، د دغه ګاونډي کور ته واړول. کله چې قریشې خپل ماشومان د ګاونډیانو کور ته واړول، په خپله او بوډا خواښې یې په یاغي سېلاب کې یواځې پاتې شول. بکتاش وایي: «کله مې چې مور موږ له دېواله را واړولو، په خپله بېرته د اوبو منځ کې، کور ته د هغو اسنادو پسې لاړه، چې د هغې په وسیله مې د پلار د تقاعد معاش ترلاسه کېده، له صندوقه را واخلي.»

حسیبا وایي، د ګاونډیانو له بامه د خپلې مور د ژوند وروستیو شېبو ته مې کتل: «باران ډېر تېز ورېده. د سېلاب غږ ډاروونکی شوی و. برښنا تللې وه او هره خوا ترږمۍ وه. زه پر دېوال د مور راتلو ته په تمه وم. کله چې دېوال ته نږدې شوه، په خپله مې نه لیده، خو په توره شپه مې د هغې د ژړا غږ اورېده. مور مې هېڅکله هغومره ترهېدلې نه وه لیدلې، ان هغه وخت مې چې پلار ووژل شو. مور مې د اوبو بوشکه تر پښو لاندې کړه. سېلاب ډېر تېز شوی و او اوبو ټول انګړ نیولی و. په تیاره کې مې ځان ټیټ کړ لاس مې اوږد کړ. چغې مې وهلې، چې مورې لاس مې ونیسه. څو ثانیې وروسته مې د مور لاس چې زما له لاسه تاو شوی و، ناڅاپه خوشې شو. د سېلاب څپې مې د مور تر پښو لاندې بوشکې سره وجنګېدې. د مور چغې مې په سېلاب کې ورکې شوې. نه پوهېږم چې نیا مې کله سېلاب یوړه.»

دوه سپین ږیري د ورک جسد پسې ګرځي

په زرګونه تیږو کې چې د بریالي او قریشه او نور لسګونه کورونه یې ډک کړي و، په دې تمه وو، هغه انجونو چې پلار یې په جنګ او مور او نیا یې په سېلاب کې له لاسه ورکړې وې، را ورسېږي.

د دوی ماما عبدالمنان، خپل خوریونه خپل کور چې د کاپیسا کوهستان ولسوالۍ کې دی، استولي ول. هغوی دلته له یوې اوونۍ وروسته راغلي ول، څو خپل ړنګ شوی کور وویني. عبدالمنان وایي: «دولت او مرستندویه بنسټونه له ما غواړي، چې د بریالي او قریشه ټول اولادونه همدلته شته وي، څو هغوی د دوی د شتون په حواله له هغوی سره مرسته وکړي، خو زه نه شم کولی چې دوی هره ورځ دلته راولم. هغوی ډارېږي. هر وخت چې لږه وریځ شي، خوریونه مې پوښتي چې ماما بیا هم سېلاب راځي؟»

د قریشه او بریالي راتلو ته د انتظار پر وخت، څو چادري کړې ښځې زموږ خوا ته راغلې او له موږ یې مرسته غوښته. هغوی فکر کاوه، چې موږ به د مرستندویه بنسټونو مامورین یو. د بریالي او قریشه کور ته څېرمه په ملا کړوپ او له خولو ډک دوه زاړه سړي د یو کور له تهکاوي څخه د خټو او تیږو را وېستلو په حال کې ول. هغوی د خونې یوې بلې خوا ته په اشارې سره ویلې، یوه ورځ وړاندې یې د یوې ښځې جسد د خټو او تیږو لاندې له دې ځایه راووېسته. د هغوی پلټنه په دې هیله وه، څو هغه انجلۍ چې دلته ورکه شوې را وباسي. له څو ساعته انتظار وروسته، څو مېرمنې چې د قریشه لوڼې یې هم په څنګ کې وې، د تېږو له منځه د بریالي او فرشتې د کور پاتې ویجاړیو ته دننه شوې.

د سیمې غریبې او درنې چوپتیا کې، ناڅاپه د ښځو او د قریشې او بریالي د مشرې لور ژړاوې د هغوی له وران شوي کوره پورته شوې. عبدالمنان ما ته اشاره وکړه، چې د فضا تر ارامېدو تم شم.

حسیبا او خویندې یې

د قریشه او بریالي مشره لور، حسیبا، په داسې حال کې چې له یوې خوا یې هڅه کوله خپلې وړې خویندې د تیږو له منځه را وباسي او په ورته وخت کې یې په دواړو لاسونو خپلې اوښکې پرلپسې وچولې، موږ ته نږدې شوه. له سرو شویو سترګو یې، غم ورېده. دومره یې ژړلي ول، چې د سترګو شاوخوا پوستکی یې شړېدلی و. خپلې خویندې یې یو بل پسې خپل څنګ ته کښېنولې. دوه خویندی یې، په ذهني ناروغۍ اخته دي.

بکتاش نه ژړل. څرګنده نه وه، چې تر اوسه د پېښې شوک کې و او یا که د پېښې درک کول ورته د بې فکرۍ له امله، سخت و. کله به د تیږو منځ کې چې د کور انګړ یې کې وې، ټوپونه وهل او کله به لاس په ملا، خپل کور ته ځير شو. له هغه مې وپوښتل، څنګه به له خپلې کورنۍ سرپرستي او ساتنه کوي: «نه پوهېږم څه وکړم. تر اوسه مې فکر نه دی کړی.»

عبدالمنان، د یوې مخابراتي شبکې د پایې ساتونکی دی. هغه له دې دندې هره میاشت، اته نیم زره حقوق تر لاسه کوي. کله مې چې ترې وپوښتل، څنګه به هم له خپلې کورنۍ او هم به له خپلو خوریونو سرپرستي او ساتنه کوي، ستونې یې ډک شو، خو هڅه یې وکړه چې ژر پر ځان واکمن شي. احساسوم دا چې زما پر وړاندې یې ستونې ډک شو، نو د خجالتۍ او شرم احساس یې وکړ: «د خپلې خور ماشومانو له ساتنې پرته بله لار نه لرم. په دې حالت کې مې ولیدل، چې ځینې هڅه کوي څو زما خورزې لویې کړي او څو کاله وروسته یې په ناویتوب ونیسي. زه هغوی نه پرېږدم. ان که په خپل معاش یواځې واښه وخورم، خپل ماشومان او خورزې به مې را سره ګډې خوري.»

عبدالمنان وایي، نږدې ۱۰۰ تنه د چارېکار ښار په ۹مه او ۱۲مه پارچې سیمو کې د چهارشنبې سهار په دې سېلاب کې مړه شول او له دې شمېر ډېر ټپيان شول. د پېښې د رامنځته کېدو له یوې اوونۍ تېرېدو وروسته، تر اوسه هم ځينې کسان ورک دي.

هغه کتابونه او کتابچې چې له بکتاش، حسیبا او له خویندو یې پاتې دي

له عبدالمنان مې خدای په اماني وکړه، چې کابل ته وګرځم. څو سپین ږیرو او ځوانانو هڅه وکړه، چې زموږ پام ور خپل کړي. هغوی خپل زلمي زامن راوستي ول. هغه مور، پلار او یوه خور له لاسه ورکړې وه. د کور په ویجاړیو کې یې یوه ټپي خور په کمپله کې پوښلې وه. هغوی غوښتل د دوی حال هم رپوټ کړو. لمر د غورځېدو په حال کې و. کله چې هوا تیاره کیږي، پر لاره د امنیتي ګواښ له امله مې درې همکارانو نه شوی کولی له دې ډېر چارېکارو کې پاتې شي. له هغې وروسته چې د دغې کورنۍ د زړه اهونه او خبرې پای ته ورسېدې، د غمرازۍ او ډاډ ګیرنې په ور اورېدو مو ترې الله په اماني وکړه. یوه سړي زما د الله په اماني په ویلو، تر ډېره زما مخته کتل. ما د شرم او خجالتۍ احساس وکړ. هغوی هیله درلوده چې د هغوی پر حال هم یو څه ولیکم، خو د خپل یو همکار له خبرداري چې که هوا تیاره شي، د طالب جنګیالو او غلو لاس ته به وغورځو، نو ځکه مو نور نه شو کولی هلته پاتې شو. کله چې له ښاره وتلو، د یوې مېرمنې اړیکه راغله. هغې سره مې ژمنه کړې وه چې له بکتاش او حسیبا او د هغوی له وړو خویندو سره له مرکې وروسته به ور سره اړیکه نیسم. هغې غوښتل موږ هغې کورنۍ سره مخ کړي، چې دغه سېلاب یې د کورنۍ ټول غړي مړه کړي دي او په خپله د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې بستر ده. د پېښې له ځایه کابل ته تر رسېدو، په دې مې فکر کوو چې ایا حسیبا به وکولی شي له هغو ستونزو او کږلیچونو سره چې تر مخه یې دي، د خپل پلار هیلې ته به د عمل جامه واغوندي؟