امیرخان متقي

مجاهد: امیرخان متقي د پاکستان په رسمي بلنه دې هېواد ته ځي

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، پاکستان ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سفر د دې هېواد په رسمي بلنه کېږي. د ده په وینا چې په دې سفر کې به هغه موضوعات تعقیب او پرې بحث به وشي، چې څه موده وړاندې پاکستاني چارواکو کابل ته خپل سفر کې پرې خبرې اترې کړې وې.

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد نن (چهارشنبه، ۱۹ د لړم) کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې ښاغلی متقي به په دې ناسته کې پر ټرانزیټ، د تورخم او چمن لارو پر خلاصون، اقتصاد، سیاست او بشري موضوعاتو مهم او جدي بحثونه وکړي.

ښاغلی مجاهد وایي: «لکه څنګه چې تاسو شاهدان یاست څه موده وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته راغلی و، د اړوند مسایلو په اړه یې یو کاري ټیم هم ځان سره راوړی و، د تجارت برخه کې، د مهاجرینو برخه کې د اقتصادي همکاریو برخه کې، همدراز د افغانستان او پاکستان د امنیتي مسایلو په اړوند، ابتدایي بحثونه کابل کې شوي ول، هلته د بهرنیو چارو وزیر ته بلنه ورکړل شوې وه چې پاکستان ته ورته سفر ولري.»

د ښاغلي مجاهد په وینا په همدې خاطر ښاغلي متقي پاکستان ته د سفر اراده وکړه او په وینا یې چې نوموړی به له یو کاري ټیم سره چې په هغې کې به د سوداګرۍ وزیر او ځینې نور وزیران وي، پاکستان سره به په هغو مخکینیو موضوعاتو چې کابل کې پرې بحث شوی و او ابتدایي کار هم پر پیل شوی و، خبرې اترې وکړي.

د ده په وینا چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لویه مسله د تورخم او چمن لارې چې افغانانو ته په کې لویې ستونزې دي، چې په دې اړه به پاکستاني لوري سره جدي بحثونه وشي. د افغانستان ټرانزیټ، د افغان کډوالو او ناروغانو تګ راتګ کې د سهولتونو پر رامنځته کېدو به خبرې اترې وشي.

اخوا بیا د طالبانو د ویاند مرستیال احمدالله وثیق پر خپل ټوېټر لیکلي چې دغه سفر به نن چهارشنبه اسلام‌اباد ته وشي او هلته به له پاکستاني چارواکو او د «ټرایکا پلس» ناستې ګډونوالو سره لیده کاته وشي.

هغه لیکلي: «‏هلته به د پاکستاني چارواکو او هم د ټرايکا پلس ناستې له ګډونوالو سره ګوري. کابل، ماسکو فارمټ او نورو مخکینیو ناستو په تعقیب به د سیاسي، بشري او اقتصادي موضوعاتو په اړه تعقیبي مجلسونه ولري.»

د ټرایکا پلس دغه ناسته سبا د پاکستان په کوربه‌توب د افغانستان د حالاتو په اړه د امریکا، چین او روسیې استازو ترمنځ وشي.

پاکستانۍ رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله وایي، چې دغې ناستې ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم وربلل شوی دی. په دې ناسته کې به افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټامس وېسټ چې څو ورځې وړاندې د زلمي خلیلزاد پر ځای ټاکل شوی، او د نوموړي روسي، چینایي او پاکستاني سیالان ګډون وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان تېرو شلو کلونو کې افغانستان سره د دوه مخۍ سیاست کړی او په خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی، څه فکر کوئ چې په دې سفر کې به دوه مخې پالیسي له منځه لاړه شي او د ګاونډیتوب اصول به مراعت کړي، وویل چې دا ځل همدا موضوع له پاکستاني لوري سره د سفر مهمه موضوع ده او پر دې به جدي بحث کېږي چې ولې له افغانستان سره کړې ژمنې نه عملي کوي.

نوموړي وویل چې د پاکستان سوداګرو ته کومه ستونزه نه جوړوي او له دوی هم ورته هیله لري. ده وویل چې باید په ټولو فصلونو کې د پاکستان دروازې زموږ پر مخ خلاصې وي.

پاکستان ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سفر او سبا په دې هېواد کې د ټرایکا ناسته په داسې مهال ده چې نن چهارشنبه په هند کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ناسته روانه ده.

ذبیح‌الله مجاهد په دې خبري ناسته کې وویل د دوی دریځ دا دی، هره ناسته چې په سیمه کې د امنیت او اقتصادي هوساینې لپاره کار کوي، ورته خوشبینه دي او کومه اندېښنه ځینې نه لري.

د ده په وینا چې اوس د هند په ګډون ټول هېوادونه په دې باور دي چې د افغانستان امنیت او اقتصادي وده د ټولې سیمې په ګټه ده. نوموړي وویل چې دوی فکر کوي چې دوی به په دې اړه ناسمه پرېکړه نه کوي او د افغانستان او د دې هېوادونو ترمنځ اقتصادي او نورو برخو د اړیکو پیاوړتیا لپاره به کار وشي.