ښوونځي

پوهنې وزارت د ښوونځیو له لومړي تر درېیم ټولګي جوماتونو ته لېږدوي

اطلاعات روز: پوهنې وزارت وایي، دغه وزارت جوماتونه په خپل تعلیمي ایکو سیسټم کې شامل کړي، چې له دې وروسته به د یو پیاوړي اسلامي هویت روښانېدو لپاره د ښوونځیو له لومړي تر درېیم ټولګي زده کوونکي په ځایي جوماتونو کې زده کړې کوي.

پوهنې وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه وزارت په خپل جوړښت کې بدلون راوستی څو د ښوونې او روزنې په سیسټم کې اسلام مرکزي ځای یا رول ولري.

یاد وزارت په خبرپانه دغه راز لیکلي: « مخکې عمومي تعلیماتو د ټولو لومړنیو او ثانوي تعلیماتو پر وړاندې مسوولیت درلود خو اسلامي تعلیماتو یواځې د دارالحفاظونو او مدرسو د مدیریت پر وړاندې مسوولیت درلود چې دغه ویش یا جلا والي، د اسلام موقف په څنډه کې راوستی وه.»

یاد وزارت زیاتوي، دغه مهم او لوی بدلون یو عاقلانه پروګرام ته اړتیا لري ترڅو دغه بدلون په تدریجي ډول ګام په ګام تطبیق شي، مخکې د اسلامي تعلیماتو معینیت یواځې د جوړښت له پلوه معینیت وه خو د محتوا(صلاحیت او مسوولیت) له نظره یوه کوچنۍ اداره وه.

په یادې خبرپاڼه کې پوهنې وزارت د صلاحیتونو او مسوولیتونو له پلوه د اسلامي تعلیماتو د نوی عمومي ریاست د بډاییتوب خبره کړې او ویلي یې دي چې د عمومي تعلیماتو او دارلحفاظونو او مدرسو ریاستونه یې تر واک لاندې راغلي. همدارنګه دغه عمومي ریاست به د ۱-۱۲ ټولګي د تعلیمي چوپړونو د ټول سیسټم پر وړاندې مسوولیت او صلاحیت ولري.