پکتیا

د پکتيا په ځنګلونو کې وحشي ژوي راپيدا شوي، خو ښکار يې خلک اندېښمن کړي

خبریال: امید اشنا

د پکتیا ولایت په ځانګړي ډول غرنیزو سیمو کې د لسګونه کلونو پخواني ژوي یو ځل بیا را پیدا شوي، خو په ورته مهال پکتیاوال اندېښنه ښیي چې د دغو ژویو ښکار پسې ځینو مټې بډ وهلي.  

پکتيا د هېواد له هغو ولايتونو دی، چې د ګڼو ځنګلونو له لمدو او وچو ونو او بوټو يې د نجارۍ د فن او سون لپاره د پلازمېنې کابل په ګډون ځينې نور ولايتونه هم مستفيد کېدل.

له دې اړخه د ځاځي اريوب د «مڼده ايېر» سيمه خورا مشهوره وه او الماني دولت په کې د هيجاري او نجاري لويه فابريکه جوړه کړې وه، چې د معلوماتو له مخې سلګونه کسانو پکې کار کاوه.

ياد ځنګلونه که له يوې خلکو ته د ګټې، وټې او استفادې ذريعه وه، نو له بلې خوا بېلابېلو ځنګلي حيواناتو ته هم پکې د خپل ډول د ژوند خوندي چاپېريال برابر و، خو په هېواد کې د اوږدو جګړو له امله يې ډېر دا ځنګلونه ووهل شول او په ګڼو ونو پوښلې تپې لغړې شوې.

د دې جګړو له امله د پخوانۍ فابريکې په منځه تلو يې ټول اثار له منځه ولاړل او د ځنګلونو په دنګو ونو د لاسي او ماشيني ارو بېرحمانه لو ګډ شو.

د اوږدو کلونو جګړې له امله که د دې هېواد انساني اوسېدونکي مهاجر شول، نو د ځنګلي ژويو د مېنو او ځالو د له منځه تلو له امله د هغوی غوڅ اکثريت هم ووژل شول او يا کډوال شول.

د مالوماتو له مخې پر افغانستان د جګړې د تورې بړبوکۍ له راتلو مخکې د پکتيا په غرونو په تېره د څمکنيو او ځاځي اريوب د غرونو په لړ کې زرګونه نه پيدا کېدونکي او کم پيداکېدونکي مرغانو او حيواناتو ژوند کاوه، خو د اوږدو جګړو له امله پاتې نشول.

اوسمهال له ډېرو کلونو وروسته يو ځل بيا د پکتيا ولايت د بېلابېلو سيمو په تېره د يادو ولسواليو په ځنګلونو کې وحشي ژوي نسبتا زيات شوي او هغه ځنګلي حيوانات بيا راپيدا شوي، چې د کورنيو جګړو پر مهال ورک شوي و.

د دې ژويو د پيدا کېدو څرګند عوامل نه دي مالوم، خو ښايي بېرته يادو سيمو ته راغلي او يا د سپين د سيکارام په شان په لوړو کې ژوندي پاتې او اوس يې لږ، لږ د راښکته کېدو هڅې پيل کړې وي، چې د ډېرو نظر پرې لګېدلی دی.

که څه هم د غرنۍ پکتيا په ځنګلونو کې د يادو ژويو بيا راپيدا کېدل ښه ګڼل کيږي، خو د خلکو لخوا يې ښکار ته اندېښنې ډېرې دي.

د ځاځي اريوب ولسوالي اوسيدونکی شفيق الله شفيقي وايي، چې د دې ولسوالي اړوند ځنګلونو کې بېلابېل وحشي مرغان او ځنګلي حيوانات شته، خو په خبره يې د نه خونديتوب له امله يې شمېر بېرته کم شوی دی.

شفيقي وويل: «دلته غرڅې، غرنۍ چرګې او نور رقم، رقم مرغان دي، خو اوس ډېر کم شوي دي؛ ځکه چې ښکاريان هغو ساحو ته ډېر ځي او ښکار کوي يې.»

د يادې ولسوالي د علې خېلو سيمې اوسيدونکی محمدانور تبسم وايي چې ځينې حيوانات لکه خوګان خپله خلک له دې امله له منځه وړي چې په خبره يې کښتونه خرابوي.

تبسم وويل چې د يادو کم پيدا کېدونکو مرغانو او ژويو د ښکار د مخنيوي لپاره تر اوسه نه دولت او نه خلکو کوم اقدام کړی دی.

تبسم زياتوي: «خوګان کښتونه تخريبوي، نو ځکه بيا خلک د شپې ورپسې وزي او له منځه يې وړي. تر اوسه يې د مخنيوي لپاره نه دولت کوم کار کړی او نه خلکو داسې کوم تړون کړی. بس ښکار روان دی، څوک الوتونکي مرغان ولي او څوک د غرڅو ښکار کوي.»

خلک له افغان دولت څخه غواړي چې بيا له جرمني دولت سره د پخوانۍ فابريکې د فعالولو په اړه خبرې وکړې او هغوی په دې سيمه کې فعاليت ته وهڅوي.

دوی وايي که ياده فابريکه بېرته فعاله شي، نو د نويو نيالګيو د کرلو او شته هغو په پاللو کې به هم خورا ګټور وي.

د ځاځي اريوب ولسوالي د ځنګلونو مدير رسول خان ذولفقار وايي چې د دې ولسوالي په شاوخوا سيمو په تېره په سپين غر کې مهم حيوانات شته او ټينګار کوي چې شمېر يې کم دی او د زياتولو لپاره يې ډېر پام ته اړتيا ده.

ذولفقار وويل: «په دې ځنګلونو کې وحشي مرغان، غرڅې، پړانګان، لېوان، شغالان او شاديان ژوند کوي. له خلکو سره مو د ځنګلاتو او ځنګلي وحشي ژويو په اړه زيات مالومات شريک کړي او هڅه کوو چې د ساتنې او ښکار د مخنيوی يې هم وکړو.»

د ځاځي اريوب ولسوال کفتان اخلاص هم د ځنګلي ژويو شته نامصون حالت ته اندېښمن دی او وايي سره له دې چې په اړه يې له بېلابېلو اړوندو ادارو او خلکو سره همغږي شوې، خو لا هم د يادو ژويو د ښکار د مخنيوي لپاره څه ندي شوي.

اخلاص وايي چې دولت هم د دې حيواناتو د ساتنې او ښکار د مخنيوي لپاره کومه برنامه نلري:«د وحشي ژويو د ساتنې لپاره مو خلکو او ادارو ته رهنمايي کړې او له خلکو سره مو خبرې کړې دي، خو داسې عملي اقدام ندی شوی چې خلک په کُلي ډول ترې منصرف شي او نه دولت داسې کومه برنامه لري.»

د پکتيا ولايت د چاپېريال ساتنې ادارې مسولينو هم وويل چې د دې ولايت په ځنګلونو کې ګڼ الوتونکي او ځنګلي ژوي شته، خو د امنیتي ستونزو او اسانتياوو د کموالي له امله يې لا هم دقيقه سروې او ساتنه نشي کولی.

ځاځي اريوب د پکتيا ولايت ځنګل زاره ډېره طبيعي ښکلا لرونکې ولسوالي ده او ولسمشر دې ولايت ته په خپل وروستي سفر کې ژمنه کړې وه چې ياده ولسوالي به د هېواد په ملي پارک بدلوي.