په لوګر ولایت کې د IRC موسېسه ټول هغه ښوونځي بیا ځلي رغوي چې تېرو کلونو کې زیانمن شوي دي.
په لوګر ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د IRC په نوم یوه نړیواله موسسه په لوګر ولایت کې د ځینو ښوونځیو د ودانیو بیا ترمیم پیل کړی، چې د دوئ په خبره تازه یې د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د ۵ نارینه او ښځینه ښوونځیو د ودانیو بیا رغونه پیل کړه.
د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د پوهنې ریس جنت ګل عزیز وايي، دغه ښوونځي د څرخ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې شتون لري.
د نوموړي په خبره، چې د یادو ودانیو په بیا ترمیم سره به په څرخ کې ۴۰۰۰ زده کوونکو ته زده کړیز چاپیریال برابر شي.
هغه وايي: «مونږ د آی ار سي موسېسې ځانګړې مننه کوو، ځکه دوئ له مونږ سره ژمنه کړې، چې په لوګر کې به د ودانیو بیا ترمیم کوي. دغې موسېسې د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې پنځو ښوونځیو ته لکه نورا، پسپجک، خواجه بلند، شش قلعه او دښت په نوم د هلکانو او انجونو د ښوونځیو د ودانیو ترمیم یې پیل کړی دی.»
د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وايي، د سیمې ماشومان یې په سختو شرایطو کې زده کړې کوي او د دوی په وینا چې د ودانیو ترڅنګ په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو او درسي موادو کموالی جدي ستونزې دي.
د دغې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي جمال اطلاعات روز ته وویل: «مونږ په دې کار چې زمونږ د ماشومانو د ښوونځیو د ودانیو بیا ترمیم پیل شوی ډېر خوښ یو، خو زه به یوه یادونه دا وکړم چې په څرخ ولسوالۍ کې لاهم فعاله ښوونځي د ښوونکو، درسي کتابونو او نورو موادو له کموالي سره مخ دي او زمونږ هیله دا ده، چې اوسنۍ اړتیا یې پوره شي.»
په لوګر کې د طالبانو د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې چې په راتلونکو څو اونیو کې به آی ار سي موسېسه د دې ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې هم ۵ ښوونځیو د ودانیو بیا رغونه پیل کړي.
که څه هم د هیواد په ټولو ولایتونو کې د زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شوې، خو د سویل ختیځ زون په لرې پراته ولایت پکتیکا کې لاهم ځینې داسې ولسوالۍ شته، چې هلته ګڼ ماشومان د ښوونځیو نشتون له امله له زده کړو بې برخې دي.