یوناما راپور: طالبانو د هرات د جبرئیل سیمې د اعتراضونو لږ تر لږه ۱۷ ګډونوال نیولي دي

Photo: Social Media

د یوناما د بشري حقونو په وروستي راپور کې راغلي چې طالبانو په هرات کې لږ تر لږه ۱۷ هغه کسان نیولي چې د جبرئیل په سیمه کې یې د ښځو او نجونو د حجاب د څرنګوالي له امله د هغوی د نیولو پر ضد اعتراض کړی و.

په راپور کې د نیول شویو کسانو د برخلیک په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د جون په نهمه، چې د غبرګولي له ۱۹مې سره برابره ده، د هرات د جبرئیل هزاره مېشتې سیمې یو شمېر اوسېدونکو د ښځو او نجونو د نیولو پر ضد اعتراض وکړ.
یوناما ویلي چې دغه اعتراض هغه مهال پر تاوتریخوالي واوښته، کله چې د طالبانو ملکي جامو اغوستو ځواکونو پر معترضانو د وهلو ټکولو او ډزو پیل وکړ.

د یوناما د راپور له مخې، طالبانو په ډزو کې یو هلک وژلی او یو شمېر نور معترضان یې وهلي او پرې ډزې کړې چې له امله یې لږ تر لږه څلور تنه ټپیان شوي دي.

د غبرګولي په ۲۶مه، په هرات کې ځايي سرچینو راپور ورکړ چې مرتضی کریمي، چې د جبرئیل د اعتراضونو له ټپیانو څخه و، د خپلو ټپونو له امله مړ شوی دی.

په هر حال، د یوناما په راپور کې د دغه ځوان د مړینې یادونه نه ده شوې. یوناما تر دې وړاندې، د کریمي له مړینې مخکې، د یوه معترض د وژل کېدو پخلی کړی و.

یوناما زیاته کړې چې له دغو اعتراضونو وروسته، د طالبانو استخباراتو په امنیتي پوستو کې د خلکو ګرځنده تلیفونونه پلټلي او هغه کسان یې نیولي او تر پوښتنو لاندې راوستي چې په خپلو موبایلونو کې یې د دغو اعتراضونو اړوند مطالب درلودل.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته