پنجشېر کې د طالبانو سیمه ییز مسوولان وایي، چې د دغه ولایت له کانونو څخه یې استخراج شوي ۶ زره او ۷۵۵ قیراط زمرد د داوطلبۍ له لارې پر کورنیو سوداګرو پلورلي دي.
د یاد ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند، سیف الدین لټون نن (سه شنبه، ۵ د زمري) ویلي، د دغه ولایت له کانونو څخه د استخراج شویو ۶ زره او ۷۵۵ قیراطه زمردو د ۱۴ میلیونه او ۴۵ زره او ۸۰۰ افغانیو په ارزښت پلور ترسره شوی دی.
هغه زیاته کړې چې دغه زمرد د تېرو دوو اوونیو په ترڅ کې د پنجشېر د حصه اول ولسوالۍ له کانونو څخه استخراج شوي وو.
طالبانو پر افغانستان د بیا واکمنېدو راهیسې د پنجشېر د زمردو کانونه په دوامداره توګه استخراج کړي او تولیدات یې پلورلي دي.
دغه ډله وایي چې د پنجشېر د زمردو د پلور له عوایدو څخه ۱۰ سلنه برخه دوی ترلاسه کوي او پاتې عواید قراردادي شرکتونو ته رسېږي.
طالبان د زمردو تر څنګ، د پنجشېر د سرو زرو، بېروج، یاقوت او ګرین ګارنېټ کانونه هم استخراجوي.
