د ایران سپاهپاسداران هوايي ځواک ویلي، اُردن کې یې د امریکا پوځ پر هوايي اډې او د مرکزي قومندانۍ په مرکز د بالستیک توغندیو برید کړی.
د سپاه پاسداران د هوايي ـ فضايي ځواک قوماندانۍ ویلي، د ایران او د دغه هېواد د ګټو پر ضد د امریکا د «پرلهپسې ګواښونو او ناقانونه او شرارتناکو اقداماتو» په غبرګون کې یې په اردن کې د امریکا پوځي اډه د بالستیک توغندیو په وسیله په نښه کړې ده.
د سپاه پاسداران د هوايي ـ فضايي ځواک په اعلامیه کې، چې د ایران دولتي رسنیو خپره کړې، راغلي: «تر هغه چې د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد ګواښونه او زموږ د ګټو پر وړاندې د امریکايي ځواکونو ناقانونه او شرارتناک اقدامات دوام ولري، زموږ مقاومت به هم دوام ولري.»
سپاه پاسداران ټینګار کړی چې «د امریکايي چارواکو ګواښونه او زموږ د ګټو پر وړاندې ناقانونه لاسوهنې باید پای ته ورسېږي.»
بل لور ته، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) هم تایید کړې چې په اردن کې مېشت امریکايي ځواکونه د ناڅاپي برید هدف ګرځېدلي دي.
سینټکام ویلي، د نن (چهارشنبه، ۶ دزمري) د سهار په لومړیو ساعتونو کې د ایران سپاه پاسداران په منځني ختیځ کې پر امریکايي ځواکونو د ناڅاپي برید په ترڅ کې له ایران څخه څو بالستیک توغندي وتوغول.
سینټکام ویلي چې ټول ایراني توغندي «په بریالیتوب» سره شنډ او رهګیر شوي دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې د روانې اوونۍ د شنبې له ورځې راهیسې درېدلې وې. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه خبرې روانې دي، څو د جګړې د پای او د ایران د اټومي مسئلې لپاره یوه حللاره وموندل شي.
