رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ایران له چین څخه د اوږې پر سر توغول کېدونکي هوايي دفاعي سیسټمونه پېرلي دي.
رویټرز نن (چهارشنبه، ۶ د زمري) لیکلي، چې ایران به «په راتلونکو څو اوونیو کې» تر ۴۰۰ پورې چینايي اوږهتوغندیز توغندیز سیسټمونه ترلاسه کړي.
دې رسنۍ ته درېیو باخبره سرچینو ویلي، چې د دې تړون ارزښت شاوخوا له ۶۰ تر ۷۰ میلیونه ډالرو پورې دی.
د دې معاملې له مخې، ایران به د لنډ واټن هوايي دفاع د پیاوړتیا لپاره د ۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې د لېږد وړ یا اوږه توغندیزو هوايي دفاعي توغندیو سیسټمونه ترلاسه کړي.
یوه «اروپايي امنیتي سرچینه» رویټرز ته ویلي چې د دوی د هېواد چارواکي ایران ته د «QW» (کیو ډبلیو) ماډل اوږهتوغندیزو توغندیو د پلور له څو «احتمالي تړونونو» خبر وو.
په راپور کې راغلي چې دغه تړون د ژونګ کینګ بائوشانګ نړیوالې پانګونې شرکت سره لاسلیک شوی، چې په هانګ کانګ کې مېشت دی او د سرچینو په وینا، د ایراني لوري او چینايي عرضه کوونکي ترمنځ د منځګړي په توګه فعالیت کوي.
باخبره سرچینو ویلي چې دا محموله به د چین له لوېدیځ ښار اورومچي څخه پاکستان ته او له هغه ځایه ایران ته ولېږدول شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د نظر غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی، خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه راپورونه «په بشپړ ډول بېبنسټه» دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای ایس پي ار) هم په دې موضوع کې د اسلاماباد هر ډول ښکېلتیا رد کړې او ویلي یې دي چې هغه ګنګوسې چې ګواکې پاکستان له چین څخه ایران ته د هوايي دفاعي وسلو په لېږد کې رول لري، «په بشپړ ډول جعلي او ناسمې» دي.
