د خوست سیمهییز مسوولان وایي چې د شاوخوا ٨١ میلیون افغانیو په ارزښت د دغه ولایت د نادر شاه کوټ ولسوالۍ اړوند «ځني خېلو» کلي ته د برېښنا رسونې د یوې نوې پروژې چارې پیل شوې.
د خوست ولایت د رسنیو له دفتره نن (دوشنبه، ١٢ د زمري) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پروژه به په راتلونکو څو میاشتو کې بشپړه شي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به ۲ زره او ٢٤ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي.
د سیمې یو شمېر اوسېدونکو هم د دې پروژې د چارو پر پیلېدو خوښي څرګندوي او د دې پروژې پر چټکوالي ټینګار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې لاهم د خوست د مرکز په ګډون سلګونه کورنۍ برېښنا نه لري او له مسوولو ادارو په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کوي.
