سېوټا ته د کډوالو په یرغل کې د مړو شمېر ۷۲ تنو ته ورسېد

HENRY NICHOLLS / AFP

د سېوټا سیمه‌ییزې ادارې اعلان کړی چې د هسپانیا د افریقایي قلمرو سېوټا ته د کډوالو د پراخ یرغل پر مهال د مړو شمېر ۷۲ تنو ته لوړ شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په سېوټا کې د هسپانیا د حکومت استازي، میګیل انخل پرز، د یکشنبې په ورځ (د زمري ١١مه) خبریالانو ته ویلي: «۷۲ کسان مړه شوي او له زرو څخه ډېر کسان تر درملنې لاندې دي.»

د انخل پرز په وینا، په سېوټا کې وضعیت تر یوه بریده ښه شوی، خو لا هم ځینې چارې پاتې دي چې باید ترسره شي.

د رویټرز د راپور له مخې، د تېرې اوونۍ د رخصتیو په دوو شپو او ورځو کې له مراکش څخه شاوخوا ۵۰ زره کسان سېوټا ته داخل شوي وو، چې له هغوی څخه څه باندې ۴۸ زره تنه په لومړیو ۴۸ ساعتونو کې بېرته ستانه کړل شول.

د راپور له مخې، ټول هغه کسان چې بېرته ستانه شوي، د مراکش اتباع وو، خو سلګونه نور کډوال چې د افریقا د نورو هېوادونو اوسېدونکي دي، لا هم په سېوټا کې پاتې دي.

هسپانوي چارواکو ویلي چې یو زر او ۱۳۵ نورو کسانو هڅه کوله د دې هېواد بل افریقایي قلمرو، ملیله، ته هم داخل شي، خو له سیمه‌ییزې پولیسو سره تر نښتې وروسته اړ شول چې شاتګ وکړي.

رویټرز لیکلي چې د سېوټا د سیمه‌ییز حکومت مشر، خوان خسوس ویواس، د «ال پایس» ورځپاڼې ته ویلي چې د ښار سردخانې ۸۸ مړي ترلاسه کړي دي.

که څه هم دا شمېر د انخل پرز له اعلان شوې شمېرې لوړ دی، خو یوازې د کډوالو د وروستي پراخ یرغل قربانیان نه رانغاړي، بلکې په تېرو دوو اوونیو کې په سمندر او پولو کې د کډوالو د مرګ ژوبلې نورې پېښې هم پکې شاملې دي.

خوان خسوس ویلي، یو شمېر کډوال د سمندري څپې‌ماتونکي او سرحدي کټارې د اوښتو پر مهال ډوب شوي او ځینې نور د ګڼې ګوڼې له امله تر پښو لاندې شوي دي.

سېوټا، چې د مراکش په شمال کې د شاوخوا ۸۴ زره وګړو لرونکی ښار دی، د هسپانیا له افریقایي قلمروګانو څخه یو دی. دغه ښار د تېرې پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د لسګونو زرو کډوالو د پراخ یرغل شاهد و.

د هغو کډوالو شمېر چې د دوو شپو او ورځو په ترڅ کې سېوټا ته داخل شوي، د مراکش حکومت شاوخوا ۴۰ زره او د هسپانیا حکومت د ۵۰ تر ۶۰ زرو کسانو ترمنځ اټکل کړی دی.

کډوال وروسته له هغې سېوټا ته په پراخه کچه داخل شول چې د هسپانیا سترې محکمې پرېکړه وکړه، هغه کسان چې د سمندر له لارې سېوټا او ملیله ته رسېږي، باید د هویت له تثبیت او د پناه غوښتنې له ارزونې مخکې سمدستي ونه ایستل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته