«د افغانستان متحده جبهه» وايي چې د دې جبهې ځواکونو په کندهار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مخې ته په یوه برید کې د طالبانو دوه غړي وژلي دي.
دې جبهې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دغه برید تېره شپه (یکشنبه، ١١ د زمري) د شپې شاوخوا ۸:۳۰ بجې ترسره شوی دی.
د اعلامیې له مخې، د طالبانو غړي د کندهار د امنیې قوماندانۍ د ننوتلو دروازې مخې ته په نښه شوي او وژل شوي دي.
«د افغانستان متحده جبهې» د دې برید او د خپلو ځواکونو د احتمالي مرګژوبلې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
په کندهار کې د طالبانو ځايي چارواکو هم تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.
«د افغانستان متحده جبهه» د طالبانو له مخالفو ډلو څخه ده چې په دې وروستیو کې یې د طالبانو پر ضد خپل پوځي بریدونه پیل کړي دي.
