طالبانو په کابل کې د امېد سبز ښارګوټي د تخلیې امر کړی

Oplus_131072

د کابل په لوېدیځ کې د «امېد سبز» ښارګوټي د سلګونو کورونو د تخلیې د امر له راپورونو وروسته، د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي چې د دې ښارګوټي ځمکه «د امارتي ځانګړې محکمې د شرعي پرېکړې له مخې ثابته شوې او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون مکلف دی چې دغه پرېکړه عملي کړي.»

دغه وزارت نن (دوشنبه، ١٢ د زمری) په یوه اعلامیه کې ویلي، هغه کسان چې اوس مهال په دې ښارګوټي کې کورونه او ځمکې لري، «کولای شي د ځمکې د بیې او تاوان د ترلاسه کولو لپاره پلورونکي ته مراجعه وکړي.»

د طالبانو د «مرکزي زون د غصب شویو امارتي (دولتي) ځمکو د قضیو د څېړلو ځانګړې محکمې» د روان لمریز کال د حمل په ۳۱مه، د کابل په شپږمه او دیارلسمه ناحیه کې د امېد سبز ښارګوټي ۱۵۰۷.۴۹ جریبه ځمکه «امارتي» اعلان کړه.

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، د دې پرېکړې له مخې، دغه ځمکه په پنځو کادستري ټوټو کې د دولت په نوم ثبت او سروې شوې او حقیقي یا حکمي اشخاصو ته نه ده انتقال شوې.

دغه وزارت زیاته کړې: «د ځانګړې محکمې په شرعي پرېکړه کې راغلي چې یاده ځمکه دې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته سپارلو کمېسیون ته وسپارل شي او پېرودونکي (اوسني متصرفین) کولای شي د ځمکې د بیې او تاوان د اخیستلو لپاره پلورونکي ته مراجعه وکړي.»

د طالبانو د عدلیې وزارت ټینګار کړی: «له همدې امله، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته سپارلو کمېسیون مکلف دی چې د امارتي غصب شویو ځمکو د قضیو د څېړلو د ځانګړې محکمې شرعي پرېکړې عملي کړي.»

«امید سبز ښارګوټی» د کابل په لوېدیځ کې موقعیت لري او اوسېدونکي یې ډېری هزاره‌ګان دي.

دا ښارګوټی په تېرو شلو کلونو کې جوړ شوی او ویل کېږي چې د افغانستان د پخواني ولسمشر د دویم مرستیال محمد کریم خلیلي ورور، محمد نبي خلیلي، یې د عمده ونډه‌والو له ډلې څخه دی.

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته لسګونه ښارګوټي ارزولي او د هغوی ځمکې یې «امارتي» اعلان کړې دي؛ خو د ښارګوټو مالکین شکایت کوي چې د څېړنې په بهیر کې یې اسناد او مدارک په بې‌طرفانه ډول نه دي ارزول شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته