ترکي المالکي، د سعودي عربستان د دفاع وزارت او د سعودي په مشرۍ د هغه پوځي ائتلاف ویاند، چې د یمن د په رسمیت پېژندل شوي حکومت ملاتړ کوي، ویلي چې پر سعودي عربستان د حوثیانو په برید کې ۱۱ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، المالکي نن سهار (جمعه، ۱۶ د زمري) ویلي، چې دغه برید پنجشنبه د سعودي عربستان په سوېل کې د نجران ولایت په سیمه کې شوی دی.
هغه زیاته کړې چې په ټپیانو کې اووه سعودي اتباع، دوه مصري اتباع، یو یمني او یو پاکستانی وګړی شامل دي.
المالکي ویلي چې په ټپیانو کې یو څلور کلن ماشوم هم شامل دی چې د دویمې درجې سوځېدنې له امله ټپي شوی دی.
هغه حوثیان د ملکي سیمو په ړندو توغندیزو بریدونو او د نړیوال بشردوستانه قانون په سرغړونه تورن کړي او ویلي یې دي، چې ائتلاف به د ملکي وګړو د ساتنې لپاره د ټولو اړینو اقداماتو ترسره کولو ته دوام ورکړي.
د یمن حوثیانو تر اوسه د سعودي دفاع وزارت او د دغه هېواد په مشرۍ د ائتلاف د ویاند د ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
حوثیانو وروسته له هغې له سعودي عربستان سره اوربند پای ته ورساوه چې د سعودي په مشرۍ ائتلاف د یمن پر پلازمېنې صنعا هوايي ډګر برید وکړ، او بیا یې په سعودي عربستان کې پر ځینو هدفونو بریدونه وکړل.
دغه له ایران څخه د ملاتړ برخمنه وسله واله ډله د سعودي عربستان پر وړاندې د سمندري محاصرې اعلان هم کړی او ادعا یې کړې چې تر اوسه یې په سره سمندر کې د سعودي عربستان اته د تېلو ټانکرونه په نښه کړي دي.
