د طالبانو استخباراتو ته نږدې رسنۍ د الله‌داد فدایي نیول کېدل تایید کړل

«د هندوکش غږ» رسنۍ، چې د طالبانو استخباراتو پورې تړلې ده، د پخواني افغان حکومت د پولیسو د یوه قوماندان الله‌داد فدایي نیول کېدل تایید کړي دي.

دې رسنۍ د غږیزو پیغامونو په خپرولو سره ادعا کړې چې فدایي د «افغانستان متحدې جبهې» په ګټه کار کاوه، چې مشري یې سمیع سادات کوي؛ خو یادې جبهې خپاره شوي غږیز پیغامونه جعلي او د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړ شوي بللي دي.

د «هندوکش غږ» رسنۍ نن (شنبه، د لړم ۱۶مه) پر اېکس ټولنیزه شبکه په خپرو شویو پوسټونو کې لیکلي چې فدایي «څه موده وړاندې د امنیتي ځواکونو (طالبانو غړو) له خوا نیول شوی دی».

دې رسنۍ د الله‌داد فدایي په نوم څو غږیز پیغامونه هم خپاره کړي او ادعا یې کړې چې دغه پیغامونه د فدایي او د «افغانستان متحدې جبهې» د مشر سمیع سادات ترمنځ د نورستان او لغمان ولایتونو کې د طالبانو پر ضد د بریدونو په اړه تبادله شوي دي.

«د هندوکش غږ» همدارنګه یو غږیز پیغام هم خپور کړی چې سمیع سادات ته یې منسوب کړی دی. په دغه پیغام کې له یوه «ګاونډي هېواد» سره د امکاناتو او تجهیزاتو د ترلاسه کولو پر یوه هوکړه خبرې کېږي.

په دې پیغام کې همدارنګه ویل کېږي چې د «حبیب» په نوم یو کس ارزوي چې ایا د باجوړ او د خیبر پښتونخوا د دیر سیمو له لارې نورستان او کونړ ته کومه لاره شته چې دوی ترې ګټه پورته کړي.

«د افغانستان متحدې جبهې» پر اېکس د یوه پوسټ په خپرولو سره دغه غږیز پیغامونه جعلي او د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړ شوي بللي دي.

دې جبهې ویلي چې «دغه پیغامونه د جعل‌کارۍ، پلمې جوړولو او د عامه افکارو د غولولو د لړۍ په دوام کې جوړ شوي دي او د طاغوتي رژیم موخه دا ده چې د دغو پیغامونو په وسیله د افغانستان د پخوانیو دفاعي او امنیتي ځواکونو د غړو د لا زیاتو ځپلو، نیولو او شکنجه کولو لپاره پلمې جوړې کړي».

«د افغانستان متحدې جبهې» له یادې جبهې سره د الله‌داد فدایي د اړیکو په اړه څه نه دي ویلي او په خپل خپاره کړي پیغام کې یې د هغه نوم هم نه دی یاد کړی.

تر دې وړاندې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې طالبانو د روانې لمریزې میاشتې په لومړیو کې الله‌داد فدایي د کابل له خپل کور څخه نیولی دی؛ خو طالبانو تر دې دمه په رسمي ډول د هغه نیول کېدل نه وو تایید کړي.

الله‌داد فدایي د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال د میدان وردګ، لغمان، نیمروز او بغلان ولایتونو د پولیسو د قوماندان په توګه دندې ترسره کړې وې.

نوموړی د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ایران ته تللی و، خو لا هم روښانه نه ده چې څه وخت او څنګه بېرته افغانستان ته راستون شوی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته