د قطر لومړي وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو د بهیر په هممهاله توګه د بریدونو دوام ته په اشارې خبرداری ورکړی چې د ډیپلوماسۍ پر مېز د امتیاز ترلاسه کولو لپاره د پوځي نښتو پراخول به هېڅ پایله ونه لري.
د قطر لومړي وزیر د جمعې په ورځ (د لړم ۱۵مه) د اکسفورډ پوهنتون په یوه مناظره کې وویل چې د ایران او امریکا ترمنځ د یوې هوکړې د ترلاسه کولو هڅې لا هم روانې دي.
شیخ محمد وویل، قطري منځګړو یوازې په تېره اوونۍ کې پنځه ځله ایران ته سفرونه کړي، څو د پوځي نښتو د بیا پراخېدو مخه ونیسي.
هغه د مذاکراتو بهیر «ستونزمن» وباله او زیاته یې کړه چې ځینې غونډې له ۱۵ تر ۲۰ ساعتونو پورې غځېدلې دي.
د قطر لومړي وزیر د مذاکراتو د بهیر پر مهال د بریدونو د دوام په نیوکې سره وویل: «د مذاکراتو پر مېز د لا ډېرو امتیازونو ترلاسه کولو لپاره د پوځي نښتو پراخول هېڅ پایله نه لري.»
هغه، چې هېواد یې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال د سلګونو توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو هدف ګرځېدلی او د جګړې له مالي پایلو سخت اغېزمن شوی، ټینګار وکړ چې «هېڅ هېواد د نښتو د بیا پراخېدو د زغملو توان نه لري».
نوموړي د مذاکراتو له دواړو لورو وغوښتل چې د یوې «بېنیمګړتیا هوکړې» په تمه نه شي، ځکه د هغه په وینا، هېڅ سولهییزه هوکړه به هېڅکله بشپړه او بېنیمګړتیا نه وي.
شیخ محمد بن عبدالرحمن د ایران د اټومي پروګرام په اړه وروستۍ هوکړې ته رسېدل، د هرمز تنګي بشپړ بېرته پرانیستل او د سیمې امنیت تأمینول شوني وبلل. هغه وویل، قطري منځګړي د روانو مذاکراتو د ملاتړ لپاره له دواړو لورو سره په همغږۍ کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران او امریکا ترمنځ د ډیپلوماټیکو مذاکراتو له لارې د هوکړې د ترلاسه کولو هڅې روانې دي، خو په ورته وخت کې د دواړو هېوادونو بریدونه هم دوام لري. امریکا په کمتره له یوې اوونۍ کې د ایران په سوېل کې پر قشم ټاپو لږ تر لږه دوه ځله بریدونه کړي دي. ایران هم د څو امریکايي بېپیلوټه الوتکو د نسکورولو او د هرمز په تنګي کې د څو بېړیو د چاودنو خبر ورکړی دی.
