د ایران د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي ویلي، د دغه هېواد د توغندیو د واټن محدودیتونه لرې شوي او که امریکا پر ایران نوی برید وکړي، تهران به له جغرافیایي محدودیت پرته سمدستي ځواب ورکړي.
د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي نن (شنبه، ۱۶ لړم) ویلي، ایران د دښمن د ځپلو لپاره بېلابېل پوځي امکانات لري او کولای شي په داسې ځایونو کې بریدونه وکړي چې د دښمن تمه یې نه وي.
هغه زیاته کړې، د ایران جګړه نامتقارنه ده او د مقابل لوري د کمزوری کولو لپاره بېلابېلې لارې لري.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د ایران مشر مجتبی خامنهيي پوځي قوماندانانو ته امر کړی و، چې د امریکا د احتمالي نوي برید په صورت کې دې سمدستي او له جغرافیایي محدودیت پرته ځواب ورکړي.
ایران تر دې وړاندې په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو، په ځانګړي ډول په متحده عربي اماراتو، کویټ، بحرین، قطر او سعودي عربستان کې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
په همدې حال کې، د ایران ځینو پخوانیو چارواکو هم خبرداری ورکړی چې له امریکا سره د نوې جګړې په صورت کې ښايي جګړه پراخه شي او اروپايي هېوادونه هم په کې ښکېل شي.
