د امریکا لومړۍ مېرمنې ملانیا ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د «بشري ډیپلوماسۍ» په چوکاټ کې له یوې غونډې وروسته، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ته شخصي لیکونه استولي دي.
ملانیا ټرمپ نن (شنبه، د لړم ۱۶مه) پر خپله اېکسپاڼه په یوه پیغام کې ویلي، چې خپل لیکونه یې د دواړو هېوادونو استازو ته سپارلي دي. هغې زیاته کړې، چې له دواړو لورو یې غوښتي څو د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
ملانیا دوه ورځې وړاندې په سپینه ماڼۍ کې د یوې تاریخي غونډې کوربهتوب کړی و. په دې غونډه کې د مسکو او کییف استازو، د پوتین ځانګړي استازي کیریل دمیتریف، د اوکراین د واکمن ګوند د پارلماني ډلې مشر داوید اراخامیا او د اوکراین د بشري حقونو کمېشنر دیمیترو لوبینتس ګډون کړی و.
د امریکا لومړۍ مېرمنې په دې غونډه کې د دې هرکلی وکړ، چې پوتین او زلنسکي د اولشکي په سیمه کې د «بشري اوربند» لپاره د هغې غوښتنه منلې ده. هغې ویلي، چې د اولشکي اوربند به د تلپاتې او دوامدارې سولې لپاره لومړنی ګام وي.
دغه شپږ ورځنی اوربند د اکتوبر له ۲۷مې د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې د خرسون سیمې په اولشکي ښار کې عملي شوی و. دغه ښار د روسیې پوځ نیولی او لا هم یې تر خپل کنټرول لاندې لري.
په سیمه کې د سختو جګړو او د ملکي وګړو د بند پاتې کېدو له امله، ملانیا ټرمپ منځګړیتوب وکړ او له پوتین او زلنسکي څخه یې په مستقیم ډول د اوربند غوښتنه وکړه. د دې غوښتنې په پایله کې د بشري مرستو د لېږد او د نږدې ۸۰۰ ملکي وګړو د ایستلو زمینه برابره شوه.
ملانیا ټرمپ چې په اوکراین کې خپله مداخله «بشري ډیپلوماسي» بولي، تر دې وړاندې یې هم له خپلو کورنیو څخه د جلا شویو اوکرایني ماشومانو په بېرته ستنولو کې ونډه لرلې ده.
د هغې د هڅو په پایله کې، د اوکراین ۳۴ ماشومان په شپږو پړاوونو کې له روسیې بېرته راوستل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
