د ملګرو ملتونو، روسیې او طالبانو چارواکو د ازبکستان په سمرقند ښار کې د «شانګهای پلس» امنیتي غونډې پر مهال د داعش د خراسان څانګې د ګواښونو د زیاتېدو او د ترهګرو ډلو له خوا د نوې ټکنالوژۍ، په ځانګړي ډول د بېپیلوټه الوتکو، مصنوعي ځیرکتیا او ټولنیزو شبکو د کارولو په اړه خبرداری ورکړی دی.
ګډونوالو همدارنګه د هغو انفرادي بریدګرو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د «یوازیني لېوه» (لون ولف) په نوم یادېږي.
د «شانګهای پلس امنیتي خبرو اترو» لومړنۍ کارپوهانه غونډه د پنجشنبې او جمعې په ورځو (۱۴ او ۱۵ لړم) د ۲۴ هېوادونو د ۳۳ پلاوو او د پنځو نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون، د ازبکستان د دولتي امنیتي خدمتونو د مشر بهادر قربانوف په مشرۍ جوړه شوې وه.
د غونډې ګډونوالو د «ډیجیټلي فضا د ترهګریزو ګواښونو» پر وړاندې د مبارزې لپاره د پولو هاخوا د همکارۍ، د استخباراتي معلوماتو د تبادلې او د مخنیوي د لارو چارو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، الکساندر زویف، خبرداری ورکړ چې د داعش خراسان څانګې پرمختللو وسایلو، په ګډون بېپیلوټه الوتکو ته لاسرسی پیدا کړی او له مصنوعي ځیرکتیا څخه په ګټې اخیستنې د خپلو تبلیغاتو د ژباړې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ژبو د خپرولو چارې ترسره کوي.
هغه د انټرنېټ له لارې د نویو کسانو د جذبېدو زیاتوالي ته په اشارې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د بریدونو تر ترسره کېدو وروسته د غبرګون پر ځای، د هغو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق په دې غونډه کې ادعا وکړه چې داعش د اړیکو، مالي سرچینو برابرولو او تبلیغاتو خپرولو لپاره له ټیلیګرام، ټیکټاک او نورو ډیجیټلي پلاتفورمونو څخه کار اخلي.
هغه له دغو شرکتونو وغوښتل چې د داعش د فعالیتونو د پېژندلو او مخنیوي لپاره له طالبانو سره «استخباراتي او تخنیکي همکاري» وکړي.
وثیق دا خبرداری هم ورکړ چې داعش ښايي له مصنوعي ځیرکتیا څخه د زهري موادو او وژونکو وسلو د برخو د جوړولو د لارو چارو د زدهکړې لپاره ګټه واخلي.
د غونډې په بله برخه کې د روسیې د بهرني استخباراتي خدمتونو د مشر مرستیال، میخایل ماکسیموویچ، د «یوازینیو لېوانو» په نوم د نویو انفرادي ترهګرو د راڅرګندېدو په اړه خبرداری ورکړ.
د هغه په وینا، دغه کسان ښايي د کوم ځانګړي دین یا ایډیالوژۍ پر بنسټ نه، بلکې د نهیلیزم او ویجاړۍ غوښتنې تر اغېز لاندې تاوتریخوالي ته مخه کړي.
ماکسیموویچ همدارنګه وویل: «نړیوالې ترهګرې ډلې د بېپیلوټه الوتکو د کارولو د ټکنالوژۍ د ترلاسه کولو لپاره له اوکراین سره همکارۍ ته مخ پر زیاتېدونکې لېوالتیا ښيي.»
د ازبکستان د دولتي امنیتي خدمتونو مشر، بهادر قربانوف، اعلان وکړ چې په ۲۰۲۶ کال کې په دغه هېواد کې له ۴۹ زرو ډېر انټرنېټي ادرسونه او سرچینې پېژندل شوې دي چې د «افراطي او ترهګریزو» مطالبو درلودونکې وې.
هغه وویل چې دا شمېر د تېر کال په پرتله ۱۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
قربانوف د معلوماتو د تبادلې او له ټکنالوژۍ شرکتونو سره د همکارۍ لپاره د یوه «نړیوال پلاتفورم» د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د شانګهای د همکاریو سازمان عمومي منشي، نولان یرمکبایف، هم پر امنیتي همکاریو او د ترهګرۍ پر اقتصادي او ټولنیزو عواملو د پاملرنې ټینګار وکړ.
هغه وویل: «امنیت له پرمختګ څخه نه شي جلا کېدای او د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو له حل پرته دوامدار امنیت نه شي تأمینېدای.»
نوموړي د سایبري امنیت، د مهمو بنسټیزو تاسیساتو د ساتنې او د سایبري جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د کارپوهانو ترمنځ د همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه.
د طالبانو د استخباراتو رییس په داسې حال کې د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره له ټولنیزو شبکو څخه د استخباراتي همکاریو غوښتنه کړې چې په تېرو پنځو کلونو کې طالبانو څو ځله په رسمي ډول په افغانستان کې د داعش شتون او فعالیتونه رد کړي دي.
خو داعش بیا هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د خپل حضور او فعالیتونو خبر ورکړی او د طالبانو او ملکي وګړو پر ضد یې د لسګونو بریدونو مسوولیت منلی دی. په دغو بریدونو کې د شیعهګانو اړوند مرکزونه هم په نښه شوي دي.
د طالبانو پر چارواکو په وروستیو بریدونو کې داعش د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مشر ذبیحالله امیري او په فیضآباد ښار کې د دې ډلې د ښاروال حبیبالرحمن منصور د وژلو مسوولیت هم منلی دی.
