پزشکیان: که خپل حق په خبرو ترلاسه کولی شو، د جګړې اړتیا نشته

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، د جګړې دوام د اسرائیلو غوښتنه ده او ایران هغه مهال جګړې ته اړتیا نه لري چې وکولای شي خپل حق د خبرو اترو له لارې ترلاسه کړي.

پزشکیان د ولسمشر په توګه د خپلې لوړې د دویمې کلیزې په مناسبت له یوه تلویزیوني پروګرام سره مرکه کړې چې د ایران دولتي رسنیو خپره کړې ده.

هغه په دې مرکه کې د جګړې دوام د «اسرائیلو د غوښتنو په لور د تګ» په معنا بللی دی.

د ایران ولسمشر وايي: «موږ د خبرو له لارې وتوانېدو چې د لبنان جګړه ودروو، محاصره لرې کړو او ځینې بندیزونه کم کړو. ځینې کسان غواړي چې موږ جګړه وکړو؛ هماغه څه چې اسرائیل یې غواړي، څو موږ تسلیمېدو ته اړ کړي.»

هغه زیاتوي: «موږ به شاتګ ونه کړو، خو کله چې خپل حق د خبرو له لارې ترلاسه کولی شو، ولې باید د اسرائیلو هماغه لاره تعقیب کړو؟»

پزشکیان ټینګار کوي چې ایران د جګړې په لټه کې نه دی او یوازې له خپل ځان څخه دفاع کوي.

هغه ویلي: «موږ زور ته نه تسلیمېږو، خو د جګړې او تېري په لټه کې هم نه یو. ایران د جګړې یا پراختیا غوښتنه نه لري او یوازې له خپل دفاعي توان او امنیت څخه ساتنه کوي.»

د هغه په وینا، که پر ایران فشارونه او ګواښونه ودرول شي، د کړکېچ د دوام لپاره به هېڅ دلیل پاتې نه شي.

له څو پړاوونو جګړو او خبرو اترو وروسته، ایران او امریکا له تېرې اوونۍ راهیسې پر یو بل هېڅ پوځي عملیات نه دي کړي.

د هرمز تنګي پرانیستل او د ایران د سمندري محاصرې پای ته رسول د تهران او واشنګټن ترمنځ د نویو مذاکراتو له لومړنیو موضوعاتو څخه دي چې د عمان په منځګړیتوب ترسره کېږي.

رویټرز خبري اژانس پرون راپور ورکړی چې امریکا چمتو ده، که د هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي او تهران خپلو ژمنو ته پابند پاتې شي، د ایران سمندري محاصره پای ته ورسوي.

خو سره له دې چې په غیرمستقیمو مذاکراتو کې «پرمختګ» شوی، تر اوسه په دې اړه وروستۍ هوکړه نه ده شوې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته