د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د نهو خصوصي پوهنتونونو د فعالیت جوازونه وځنډول یا لغوه کړل

Oplus_131072

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت اعلان کړی چې د نهو خصوصي پوهنتونونو د فعالیت جوازونه په دغو تعلیمي مرکزونو کې د «خیالي محصلینو» او «فساد» د تثبیت له امله ځنډول شوي یا لغوه شوي دي.

دغه وزارت نن (یکشنبه، د زمري ۱۸مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اوو خصوصي پوهنتونونو فعالیتونه د یوه کال لپاره ځنډول شوي او د دوو نورو خصوصي پوهنتونونو د فعالیت جوازونه د تل لپاره لغوه شوي دي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ویلي چې د دغو خصوصي پوهنتونونو پر وړاندې پرېکړې د ۱۴۰۵ لمریز کال د پسرلني سمستر له څارنې او ارزونې وروسته شوې دي.

د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په جوزجان کې د «برلاس»، په بلخ کې د «راه سعادت» او «ترکستان»، په بدخشان کې د «ازهر» او «برنا»، په فاریاب کې د «رشاد» او په کابل کې د «پیام» خصوصي پوهنتونونو فعالیتونه د یوه کال لپاره ځنډول شوي دي.

همداراز، په کندوز کې د «کهندژ» او په تخار کې د «خانه دانش» خصوصي پوهنتونونو د فعالیت جوازونه د تل لپاره لغوه شوي دي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ویلي چې دغو خصوصي پوهنتونونو د محصلینو د زده‌کړو لپاره لازم شرایط نه وو برابر کړي او د دې لپاره چې محصلین فارغ شي، له منظم حضور، په لابراتوارونو او روغتونونو کې د عملي کار له ترسره کولو پرته یې د اداري فساد زمینه برابره کړې وه.

دغه وزارت ویلي چې د دغو خصوصي پوهنتونونو ځینو یې د مهالوېش له مخې ټولګي او درسونه لرل، خو په ټولګیو کې یې ان یو محصل هم حضور نه درلود.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د دغو خصوصي پوهنتونونو د فعالیت د ځنډولو او جوازونو د لغوه کولو لاملونه داسې یاد کړي: د رهبرۍ او اداري پلاوي نشتوالی، د خیالي محصلینو لرل، د ټولګیو د حاضري نه اخیستل، د سمستر په وروستۍ ازموینه کې د محرومو محصلینو شاملول، د طبي محصلینو لپاره د لابراتوار د وسایلو نشتوالی، د دغه وزارت له لوري د معرفي شوي نصاب نه تدریس، او په روغتونونو کې د طبي څانګو محصلینو ته د عملي کار د فرصت نه برابرول.

په افغانستان کې د ۳۴ ولایتونو په کچه له ۱۲۰ څخه ډېر خصوصي د لوړو زده‌کړو بنسټونه فعالیت کوي چې د پام وړ برخه یې د طبي څانګو انسټیټیوټونه دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته