کندهار کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې دوو ځوانانو د اقتصادي ستونزو او بېروزګارۍ له امله زهر خوړلي، چې په پایله کې یې یو تن مړ او بل یې ژغورل شوی دی.
د سرچینو په وینا، دغه پېښه تېره ورځ، (شنبه د زمري ۱۷مه) د کندهار ښار په اتمه ناحیه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاتوي، دواړه ځوانان له اوږدې مودې راهیسې بېروزګاره وو او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وو، چې له امله یې د ځان وژنې هڅه کړې ده.
د معلوماتو له مخې، دواړه ځوانان له زهرو خوړلو وروسته د کندهار دولتي روغتون ته انتقال شوي وو، چې د «جان» په نوم یو تن یې د درملنې پر مهال مړ شوی او بل ځوان د ډاکترانو له هڅو وروسته ژغورل شوی دی.
په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي، چې اقتصادي ستونزې، بېروزګاري او کورنی تاوتریخوالی یې عمده لاملونه ګڼل کېږي.
