په هرات کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د یوه سړي د وژنې په تړاو د مقتول مېرمن او دوه نور نارینه نیول شوي دي.
د هرات د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند سید مسعود حسيني «رادیو پولیس» ته ویلي، چې نیول شویو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې د دغه سړي په وژلو اعتراف کړی دی.
هغه وایي، د اسماعیل په نوم یو سړی د یکشنبې په ورځ، د زمري په ۴مه، د هرات ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند د «G7» له سیمې څخه د یوه موټر د سپرلیو له خوا تښتول شوی و.
د نوموړي په وینا، د اسماعیل کورنۍ دوه ورځې وروسته طالبانو ته مراجعه وکړه او د هغه د موندلو لپاره پلټنې پیل شوې. له لټون وروسته، د اسماعیل جسد د ګذرې ولسوالۍ اړوند د ملا اسفند له غره څخه وموندل شو.
حسیني وایي، د «مسعود» او «سیفالرحمان» په نومونو دوه کسان نیول شوي دي. د هغه په وینا، د نیول کېدو پر مهال هغه موټر هم له دغو دوو کسانو څخه ترلاسه شوی چې د اسماعیل په تښتولو کې ترې کار اخیستل شوی و.
د هرات د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند وایي، چې نیول شویو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې پر خپل جرم اعتراف کړی او څرګنده شوې چې د اسماعیل مېرمن هم په دغه وژنه کې لاس لري.
اوس د مقتول مېرمن او دوه نور نارینه په بند کې دي.
د اسماعیل مېرمن په لومړنیو تحقیقاتو کې د مسعود او سیفالرحمان له خوا د خپل مېړه په وژنه کې لاس لرل تایید کړي او د خپلې کورنۍ له اختلافاتو یې هم خبرې کړې دي.
