یوناما: د طالبانو پوځي محکمې د دوی پر ځواکونو د شکایتونو له ترلاسه کولو ډډه کوي

JAVED TANVEER / AFP

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي، د طالبانو پوځي محکمې د دې ډلې د ځواکونو پر ضد د شکایتونو له ترلاسه کولو ډډه کوي او هغه قضیې چې ثبت او تعقیب شي، بېرته تړل کېږي.

یوناما نن (دوشنبه، د زمري ۱۹مه) په هېواد کې د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په درشل کې د «په افغانستان کې د امنیتي سکتور حساب ورکونه» تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړی چې تېرو پنځو کلونو ته کتنه کوي.

د ملګرو ملتونو استازولۍ وايي، په خپلو څېړنو کې یې موندلې چې د طالبانو پوځي محکمې د دې ډلې د امنیتي منسوبینو پر ضد د لیکلي شکایتونو له ترلاسه کولو ډډه کوي او شکایت کوونکو ته وايي چې د مجاهدینو پر ضد له شکایتونو سره محکمې ته مراجعه ونه کړي.

یوناما وايي، دا چاره د مجازاتو د نه‌مسوولیت فضا لا پیاوړې کوي.

د یوناما د راپور له مخې، په هغو مواردو کې چې شکایتونه ثبت شوي او د طالبانو امنیتي منسوبین نیول شوي، بیا هم د منځګړیتوب له لارې خوشې شوي او دوسیې یې تړل شوې دي.

یوناما لیکلي: «په ځینو مواردو کې د واکمنې ادارې امنیتي منسوبین د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو له امله نیول شوي او په ځینو مواردو کې حتی محکوم شوي، خو وروسته ډېری وخت د محکمې د راجع کولو پر بنسټ د منځګړیتوب له لارې خوشې شوي دي.»

یوناما وايي، په دغو مواردو کې د لومړنیو څېړنو یا قضايي بهیر پر مهال د قضیو د تړل کېدو یا ردولو د لاملونو په اړه لازم معلومات نه لري. دغه پرېکړې نه په عامه توګه اعلان شوې او نه هم په منظم ډول راپور شوې دي.

د یوناما سرپرستې جورجیت ګانیون وايي، د شکایتونو، څېړنو، پایلو او قضايي تعقیبونو په اړه د روڼو معلوماتو د نشتوالي له امله د دغو ادارو د واقعي حساب ورکونې کچه نه شي ارزول کېدای.

هغې ویلي: «د ترلاسه شویو شکایتونو، ترسره شویو څېړنو او د اړوندو واکمنو ادارو له لوري د ترسره شویو انضباطي یا قضايي اقداماتو په اړه د عامه معلوماتو محدودیت د خلکو باور کمزوری کوي او د مخنیوي اغېز راټیټوي.»

هغې زیاته کړې چې د طالبانو له اړوندو ادارو څخه یې د شکایتونو پر وړاندې د حساب ورکونې د ښه کېدو غوښتنه کړې ده.

ګانیون ویلي: «د حساب ورکونې ښه کول د واکمنو چارواکو قانوني مکلفیت دی او د حکومتولۍ د چارو د ښه والي او بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې مهم ګام دی. دغه دواړه موارد د افغانستان له ثبات او نړیوالو مسوولیتونو ته د هېواد له ژمنتیا سره مرسته کوي او له نړیوالې ټولنې سره د بیا یوځای کېدو لپاره بنسټ جوړوي.»

یوناما ټینګار کړی چې د طالبانو د امنیتي ادارو د سرغړونو اړوند شکایتونو ته رسېدنه «شفافه، د تایید وړ او کافي» نه ده.

یوناما د شکایتونو د ثبت او څېړنې لپاره د «لاسرسي وړ، خوندي او ټول‌شموله» میکانیزمونو د رامنځته کېدو غوښتنه کړې، څو ټولو کسانو ته، پرته له جنسیت څخه، اجازه ورکړل شي چې خپلې اندېښنې «پرته له دې وېرې چې د غچ اخیستنې یا تبعیض له اقداماتو سره مخ شي» راپور کړي.

دغه سازمان همداراز ټینګار کړی چې په ورته وخت کې باید د هغو قربانیانو، شاهدانو او افشا کوونکو ساتنه وشي چې د طالبانو د امنیتي ادارو پر ضد د شکایتونو په قضیو کې ښکېل دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته