طالبانو په کابل کې څلور وسله ‌وال غله وژلي

Photo: Qais Musafer

په کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، چې د دغې ډلې له ځواکونو سره په نښته کې «څلور وسله‌وال غله» وژل شوي دي.

ځدراڼ پر «ایکس» شبکې په یوه پیغام کې لیکلي چې نن سهار (دوشنبه، د زمري ۱۹مه) د کابل ښار د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو شمېر وسله‌وال کسان د غلا په موخه یوه کور ته ننوتلي وو او د طالبانو د ځواکونو له رسېدو وروسته له هغوی سره په نښته کې ښکېل شوي دي.

هغه زیاته کړې چې د دغې نښتې په پایله کې «څلور وسله‌وال غله په سیمه کې ووژل شول». د هغه په وینا، له دغو کسانو څخه دوه میله تومانچې هم ترلاسه شوې دي.

له دې نږدې دوه اوونۍ وړاندې هم طالبانو هم خبر ورکړی و، چې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په سیمه کې یې له خپلو ځواکونو سره په نښته کې اووه وسله‌وال غله وژلي دي.

د دغو کسانو د هویت په اړه هم معلومات نه دي ورکړل شوي.

طالبانو تر دې مخکې هم څو ځله پر غلا تورن کسان په ډزو وژلي دي؛ هغه اقدامات چې منتقدان یې «صحرایي محکمې» بولي.

 دغه راز، طالبان په ځینو مواردو کې په دې هم تورن شوي چې بې‌ګناه کسان او خپل مخالفان یې د وسله‌والو غلو په نوم وژلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته