د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نن د کوربه هېواد ایرلنډ لوبډلې ته د روانې لوبلړۍ په درېیمه پنځوس اوریزه لوبه کې په درېیو ویکټو ماتې ورکړه.
په نننۍ لوبه کې ایرلنډ افغان لوبډلې ته د ۲۰۷ منډو هدف ورکړی و، چې افغان لوبغاړو په ۴۵م اوور کې پوره کړ.
د افغانستان لپاره رحمن الله ګربز له نورو ډېرې ۷۱ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
له دې سره افغان لوبډله وتوانېده چې د ۲۰۲۷ کال نړۍوال جام ته لاره پيدا کړي.
ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ څلورمه لوبه د راتلوونکې (چهاشنبې، ۲۱ د زمري) ترسره شي.
