هلمند کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې معلولو طالبانو ته د استوګنې د کورونو جوړولو په موخه د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند، محمدقاسم ریاض نن (سه شنبه، ۲۰ د زمري) ویلي، هر معلول طالب غړي ته به پنځه بسوې ځمکه ورکړل شي، څو پرې د استوګنې لپاره کور جوړ کړي.
د ریاض په وینا، د ځمکو د وېش دغه لړۍ د طالبانو د کابینې د ۱۶مې مصوبې له مخې پیل شوې او ټاکل شوې چې وروسته د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.
د هغه په خبره، په دې پروګرام کې هغه طالبان شامل دي، چې د تېرو شلو کلونو د جګړو پر مهال یې د بدن دوه یا تر دوو زیات غړي له لاسه ورکړي وي.
د معلولو طالب غړو لپاره د ځانګړو امتیازاتو او اسانتیاوو د برابرولو دا لړۍ داسې مهال پیلېږي، چې د طالبانو پر حکومت نیوکه کېږي چې خپلو غړو او پلویانو ته یې په بېلابېلو برخو کې ځانګړي امتیازات ورکړي خو د تېر حکومت پرمهال معلول وګړي یې له پام غورځولي دي.
