د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، دغه ډله د افغانستان د هوايي چلند ادارې د پخواني مشر محمودشاه حبیبي په اړه هېڅ معلومات نه لري.
هغه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې محمودشاه حبیبي د طالبانو له حکومت سره نه دی. د مجاهد په وینا، که حبیبي له دوی سره وای، نو «ستونزه به حل شوې وای.»
محمودشاه حبیبي، چې د امریکا تابعیت یې هم درلود، په ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې خپل کور ته څېرمه نادرکه شو. هغه د کابل مېشت مخابراتي شرکت «آسیا مشورتي ګروپ» د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله.
د امریکا فدرالي پولیسو یا FBI ویلي چې د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه د طالبانو استخباراتو حبیبي او د هغه موټر چلوونکی له موټر څخه ونیول او د «آسیا مشورتي ګروپ» له ۲۹ نورو کارکوونکو سره یې هم بندیان کړل.
FBI پرون د محمودشاه حبیبي د ورکېدو د څلورمې کلیزې په مناسبت وویل چې دغه اداره لا هم ژمنه ده چې محمودشاه بېرته له خپلې کورنۍ سره یوځای کړي.
په واشنګټن کې د FBI د ترهګرۍ ضد مبارزې د څانګې مسوول ځانګړي استازي مایکل بورګوالډ ویلي: ««FBIلا هم ژمن دی چې محمود له خپلو عزیزانو سره یوځای کړي؛ په ځانګړي ډول له خپلې لور سره چې د خپل لومړي زوکړې له کلیزې مخکې راهیسې تر اوسه خپل پلار نه دی لیدلی. که د هغه د ساتل کېدو یا ځای په اړه معلومات لرئ، له FBI سره اړیکه ونیسئ. له موږ سره مرسته وکړئ چې دا قضیه پای ته ورسوو او دا کورنۍ بېرته سره یوځای شي..»
په ۲۰۲۵ کال کې په واشنګټن کې د FBI دفتر د حبیبي د ورکېدو په اړه د خپلو څېړنو په ترڅ کې د هغه د لادرکۍ پوسټر هم خپور کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «د عدالت لپاره د انعام» پروګرام له مخې، د داسې معلوماتو په بدل کې چې د محمودشاه حبیبي د موندلو، راخلاصولو او بېرته ستنولو لامل شي، تر پنځه میلیونه ډالرو پورې انعام ټاکل شوی دی.
