د کډوالو لپاره د حقوقي مرستو نړیوال سازمان: امریکا له خپلو پخوانیو افغان همکارانو پام اړولی

د کډوالو لپاره د حقوقي مرستو او مدافعې نړیوال سازمان وايي، امریکا له هغو افغانانو سره شا اړولې چې د دغه هېواد د ماموریت لپاره یې خپل ژوند له خطر سره مخ کړی و.

دغه سازمان د سې‌شنبې په ورځ (۲۰ د زمري) د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط، د طالبانو د بیا واکمنېدو او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې د افغان پناه‌غوښتونکو پر وړاندې د ټرمپ حکومت پر محدودیتونو نیوکه کړې ده.

سازمان ویلي: «د امریکا حکومت په زیاتېدونکي ډول له افغان کډوالو، په ځانګړي ډول له هغو کسانو سره شا اړوي چې په افغانستان کې یې د امریکا د ماموریت د ملاتړ لپاره خپل ژوند له خطر سره مخ کړی دی.»

د کډوالو لپاره د حقوقي مرستو او مدافعې نړیوال سازمان (IRAP) وايي، د ځانګړو کډوالۍ ویزو (SIV) په صادرولو کې کلونو ځنډ د امریکا ګڼ افغان متحدان لا هم له خطر سره مخ کړي دي.

دغه بنسټ زیاتوي چې د ټرمپ حکومت نوي محدودیتونه د دغو کسانو د خوندي ځای ته رسېدو مخه نیسي.

د IRAP د حقوقي خدمتونو مرستیالې مدیرې، جنیفر پاتوتا، ویلي: «په داسې حال کې چې د ټرمپ حکومت امریکا ته د افغانانو پر ننوتلو بندیز لګولی، په فعاله توګه هغه افغانې ټولنې هم له منځه وړي چې پر دغو لارو یې تکیه کړې او خپل ژوند یې په امریکا کې جوړ کړی دی. که حکومت په خپل سر د ګرین‌کارډ لرونکي کسان په نښه کوي او یا خپل متحدان له هېواده بهر سرګردانه پرېږدي، د امریکا حکومت له هغو ژمنو سره خیانت کړی چې کانګرس ته یې د افغان کډوالو د ساتنې په اړه کړې وې.»

د ۲۰۲۵ کال له وروستیو راهیسې، کله چې د افغانانو پر سفر بندیز او د کډوالۍ ویزو د صادرولو ځنډ عملي شو، حتی د امریکا د ځانګړې کډوالۍ ویزې (SIV) وړ کسان هم امریکا ته له ننوتلو منع شوي دي.

د کډوالو لپاره د حقوقي مرستو او مدافعې نړیوال سازمان د امریکا حکومت پر تبعیضي چلند تورن کړی او ویلي یې دي چې د ټرمپ ادارې د پناه‌غوښتونکو د منلو پروسه یوازې «سپین افریقایانو» ته محدوده کړې او د ۲۰۲۶ مالي کال په ترڅ کې یې یوازې درې افغان اتباع منلي دي.

دغه سازمان نه یوازې امریکا ته د افغانانو د ننوتلو د مخنیوي له امله نیوکه کړې، چې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د پخوانیو امریکايي پوځي او دولتي همکارانو ژوند له خطر سره مخ کوي، بلکې په امریکا کې دننه یې هم د افغان پناه‌غوښتونکو پر وړاندې د چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د IRAP په اعلامیه کې راغلي چې په امریکا کې دننه هم افغان پناه‌غوښتونکي نیول کېږي، خپل قانوني وضعیت له لاسه ورکوي او د شړل کېدو له خطر سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې سپینې ماڼۍ ته تر بیا ستنېدو وروسته امر وکړ چې د افغانستان په ګډون د څو هېوادونو اتباع امریکا ته له ننوتلو منع شي.

هغه همداراز د افغانستان په ګډون د ځینو هېوادونو د اتباعو لپاره د کډوالۍ، تحصیلي او سیاحتي ویزو د صادرولو بهیر هم وځنډاوه.

د ټرمپ د فرمان له مخې، زرګونه هغه افغانان چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ یې له امریکايي ځواکونو او ادارو سره د همکارۍ له امله د طالبانو له غچ اخیستنې سره مخ دي، لا هم په افغانستان او د سیمې په ځینو هېوادونو کې د ځانګړې کډوالۍ ویزې یا «SIV» په تمه دي.

په همدې حال کې، په دې وروستیو کې یوې امریکايي محکمې حکم کړی چې په امریکا کې د پناه حق لرونکي کسان کولای شي خپل د کورنۍ غړي له افغانستانه امریکا ته راوغواړي. خو امریکا ته د افغان اتباعو د سفر نور بندیزونه لا هم پر ځای دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته