د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار ویلي، چې په سره سمندر کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ د حوثیانو په برید کې درې پاکستاني وګړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
اسحاق ډار نن چهارشنبه، د زمري ۲۱مه، پر اېکس په یوه پیغام کې ویلي چې پاکستان پر یوې ملکي سوداګریزې بېړۍ د حوثیانو برید په کلکه غندي.
هغه ویلي، دا ډول بریدونه د بېګناه خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي، د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او په سره سمندر کې د کښتۍ چلونې ازادي، سمندري امنیت او د سوداګریزو بېړیو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کوي.
نوموړي زیاته کړې: «موږ د پېښې د نورو جزیاتو او د هغې د شرایطو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د سعودي عربستان له اړوندو چارواکو او همدارنګه د یمن له په رسمیت پېژندل شوي حکومت سره په اړیکه کې یو.»
امریکا او حوثیانو د سې شنبې په ورځ پر بېړیو د جلا جلا بریدونو خبر ورکړی و.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه بریدونه د عمان په خلیج کې د هرمز تنګي ته څېرمه او د سره سمندر په ورودي سیمه کې شوي، چې دواړه د نړۍ د تېلو د لېږد لپاره مهمې لارې دي.
د دغو بریدونو له امله د ایران د جګړې د پای ته رسېدو هیلې کمزورې ښکاري. تهران ویلي، د هرمز تنګی به تر هغه تړلی وي، څو واشنګټن د ایران شرایط ونه مني.
