د سوریې د لنډمهال حکومت یوې محکمې د سېشنبې په ورځ د دغه هېواد له واکه لرې شوی ولسمشر بشار اسد په غیابي محاکمه کې د اعدام په سزا محکوم کړ.
د رویټرز د راپور له مخې، محکمې بشار اسد د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال د وژنو، شکنجې، خپلسرو نیونو او د بشریت پر ضد د جرمونو په ګډون په یو شمېر جرمونو مجرم پېژندلی دی.
د اسد د حکومت امنیتي چارواکی عاطف نجیب هم په دې قضیه کې د اعدام په سزا محکوم شوی دی.
دا د بشار اسد له واکه د لرې کېدو وروسته د هغه لومړنۍ قضايي محکومیت دی.
د اسد وسلهوالو مخالفینو د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د پراخو بریدونو له لارې د اسد د کورنۍ څو لسیزې واکمني پای ته ورسوله.
اسد د مخالفو ځواکونو له دمشق ته د ننوتلو مخکې له سوریې وتښتېد او اوس د روسیې په پلازمېنه مسکو کې ژوند کوي.
بشار اسد په ۲۰۰۰ کال کې د خپل پلار حافظ اسد له مړینې وروسته د سوریې ولسمشر شو.
هغه تر دوو لسیزو ډېر د خپلې کورنۍ واکمني وساتله او په سوریه کې یې د علویانو، چې د سني مسلمانانو د اکثریت په هېواد کې یوه مذهبي لږکۍ ده، د واکمن رول ته دوام ورکړ.
سوریه د اسد د واکمنۍ پر مهال د ایران له نږدې متحدانو څخه وه او له اسرائیلو او امریکا سره یې مخالفت درلود.
د سوریې کورنۍ جګړه په ۲۰۱۱ کال کې د عربي پسرلي په لړ کې د ولسي اعتراضونو او د دیموکراسۍ غوښتنو وروسته پیل شوه. د معترضانو له خونړي ځپلو وروسته دغه اعتراضونه په یوې اوږدې او پراخې کورنۍ جګړې بدل شول.
