د «واشنګټن پوسټ» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران له احتمالي برید څخه د وېرې له امله، په ترکیه کې د ناټو له غونډې وروسته بریتانیا ته د سفر لپاره له یوه «فریب عملیات» څخه کار اخیستی دی.
دې ورځپاڼې د سهشنبې په ورځ، د اګست ۱۱مه، په یوه راپور کې لیکلي چې یوه امریکايي چارواکي دا موضوع تایید کړې او جزیات یې بیان کړي دي.
د دغه امریکايي چارواکي په وینا: «د ټرمپ پر وړاندې د ایران اړوند یو معتبر ګواښ د فریب عملیاتو د پیل لامل شو.»
د راپور له مخې، دا فریب عملیات د روان کال د جولای په اتمه د ناټو د مشرانو له غونډې وروسته، له انقرې څخه د بریتانیا میلدنهال هوايي اډې ته د ټرمپ د سفر پر مهال ترسره شوي دي.
واشنګټن پوسټ لیکلي چې ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ له پخوانۍ یا نوې «ایرفورس وان» الوتکې څخه په هېڅ یوه کې سفر نه دی کړی، بلکې د «سي-۳۲اې» په نوم په یوې کوچنۍ الوتکه کې بریتانیا ته تللی دی.
د راپور له مخې، ټرمپ د کمرې مخې ته د «ایرفورس وان» الوتکې ته پورته شو، خو څو دقیقې وروسته، پرته له دې چې خبریالان او د سپینې ماڼۍ ځینې کارکوونکي خبر شي، له الوتکې ښکته شو.
په راپور کې راغلي چې ټرمپ او څو مرستیالان یې د هوايي ډګر د خوړو د لېږد یوه لارۍ ته پورته شول. دغه لارۍ عموماً له الوتنې مخکې د خوړو او تجهیزاتو د انتقال لپاره کارول کېږي. د لارۍ د بار برخه د هیدرولیک سیستم له لارې د الوتکې تر کچې پورته شوه او ټرمپ د همدې لارۍ له لارې له لویې الوتکې ووت.
د واشنګټن پوسټ سرچینو ویلي چې وروسته لارۍ د «سي-۳۲اې» الوتکې پر لور روانه شوه. په داسې حال کې چې خبریالان لا هم په دې باور وو چې ټرمپ د پخوانۍ «ایرفورس وان» الوتکې دننه دی، د سپینې ماڼۍ کارکوونکو له خبریالانو وغوښتل چې د الوتکې د کړکیو پردې ښکته کړي.
د شاوخوا ۴۰ ثانیو لپاره کمرې لارۍ له نظره وغورځوله. په همدې موده کې لارۍ د «سي-۳۲اې» الوتکې د انجنونو شاته ودرېده، یو کس چې رسمي جامې یې اغوستې وې، له لارۍ څخه ښکته شو او الوتکې ته ننوت.
واشنګټن پوسټ د ویډیوګانو او د خپلو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ دې پایلې ته رسېدلی چې ټرمپ له همدې لارې «سي-۳۲اې» الوتکې ته انتقال شوی و.
دغې ورځپاڼې لیکلي چې وروسته پخوانۍ «ایرفورس وان» الوتکه، له خبریالانو او د سپینې ماڼۍ له کارکوونکو سره، پرته له ټرمپ بریتانیا ته روانه شوه او په عملي توګه د «فریب الوتکې» په توګه وکارول شوه.
په داسې حال کې چې پخوانۍ «ایرفورس وان» د بریتانیا پر لور روانه وه، ټرمپ په «سي-۳۲اې» الوتکه کې و. د دې الوتکې لپاره د دغه ماموریت پر مهال د «ریچ ۱۸» په نوم نامشخص پروازي نوم کارول شوی و او د هغې د تعقیب معلومات هم د لاسرسي وړ نه وو.
واشنګټن پوسټ د ترلاسه شوو معلوماتو په حواله لیکلي چې «سي-۳۲اې» الوتکه د ځايي وخت له مخې د شپې شاوخوا ۱۰:۲۰ بجې د بریتانیا په میلدنهال هوايي اډه کې ښکته شوه، او پخوانۍ «ایرفورس وان» څو دقیقې وروسته، شاوخوا ۱۰:۲۹ بجې، هلته ورسېده.
خو په راپور کې څرګنده نه ده چې ټرمپ له «سي-۳۲اې» څخه تر ښکته کېدو وروسته، په دقیقه توګه څنګه پخوانۍ «ایرفورس وان» ته انتقال شو. شاوخوا نیم ساعت وروسته، د شپې په ۱۰:۵۶ بجو، ټرمپ د کمرې مخې ته د پخوانۍ «ایرفورس وان» له زینو ښکته شو؛ په دې توګه داسې وښودل شول چې نوموړی له همدې الوتکې څخه بریتانیا ته داخل شوی دی.
ډونالډ ټرمپ شاوخوا د شپې په ۱۱ بجو د قطر له لوري د ډالۍ شوې نوې بوینګ ۷۴۷ الوتکې ته پورته شو، څو واشنګټن ته بېرته ستون شي.
تر دې وړاندې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې د امریکا ولسمشر له ترکیې څخه بریتانیا ته د سفر پر مهال، د امنیتي ګواښونو له امله د قطر له خوا ورکړل شوې الوتکه نه وه کارولې او د ولسمشرۍ په پخوانۍ الوتکه کې یې سفر کړی و.
اوس یوه امریکايي چارواکي تایید کړې چې د قطر له خوا ورکړل شوې بوینګ ۷۴۷ الوتکه د ټرمپ له وتلو مخکې، د انقرې د ماښام په لومړیو کې، د «سام ۳۳» په نوم پروازي کوډ سره د بریتانیا میلدنهال اډې ته روانه شوې وه او څو ساعته وروسته پخوانۍ «ایرفورس وان» هم پرته له ټرمپ بریتانیا ته الوتنه کړې وه.
