د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي اعلان کړی چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر به سبا د یوه پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر وکړي. پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو منځګړیتوب کوي.
بقایي ویلي چې دغه سفر د ایران او پاکستان ترمنځ د دوهاړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا او په سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د اسلاماباد د هڅو د دوام په موخه ترسره کېږي.
د هغه په وینا، عاصم منیر به د دغه سفر پر مهال د ایران له لوړپوړو چارواکو سره لیدنې او خبرې وکړي.
پاکستان په تېرو میاشتو کې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کړې دي. تهران او واشنګټن د پاکستان په منځګړیتوب د اوربند یوې هوکړې ته ورسېدل، خو دغه هوکړه څو اوونۍ وروسته له منځه ولاړه.
د هرمز تنګي پر سر د امریکا او ایران اختلاف د اسلاماباد د هوکړې د عملي کېدو خنډ شو او دواړو لورو څو اوونۍ له یو بل سره جګړه وکړه.
په داسې حال کې چې د ایران او امریکا ترمنځ مستقیمه جګړه درېدلې، د امریکا پوځ د ایران سمندري محاصرې ته دوام ورکړی او د ډونالډ ټرمپ حکومت له تهران سره د نویو او سختو بندیزونو د لګولو خبر ورکړی دی.
ایران هم د نفتو د لېږد دغه مهمه سمندري لار، د هرمز تنګی، تړلی ساتلی او ویلي یې دي چې تر هغه به یې پرانیزي نه، څو واشنګټن د تهران شرایط ونه مني.
ډونالډ ټرمپ، چې څو ځله یې ویلي هرمز تنګی خلاص دی، په دې وروستیو کې اعلان کړی چې دغه تنګی د امریکا د قلمرو یوه برخه ګڼي.
