په هرات کې سرچینو تایید کړې چې یو ځوان د دغه ولایت د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ته څېرمه په ډزو وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، دغه ځوان نعمان نومېده او د هرات د ولایتي شورا د پخواني غړي عبدالرحمان مرادي زوی و. عبدالرحمان مرادي هم دوه کاله وړاندې په خپل کور کې وژل شوی و.
سرچینې وايي، نعمان مخکې له خپلې مور سره یوځای د خپل پلار، عبدالرحمان مرادي، د وژنې په تور نیول شوی و.
د نعمان مور هم د تېر لمریز کال د میزان په میاشت کې د هرات د طالبانو په محکمه کې دننه ووژل شوه، خو نعمان بیا د خپل پلار د وژنې له تور څخه برائت ترلاسه کړی و.
د سرچینو په وینا، دغه ځوان تېره ورځ (دوشنبه، ۱۹ د زمري) د خپلې قضیې د تعقیب لپاره په هرات کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ته تللی و. هغه له ودانۍ څخه تر وتلو وروسته، د قوماندانۍ له ودانۍ څخه څو متره لرې د وسلهوالو کسانو له لوري په ډزو ووژل شو.
تر اوسه د دې وژنې انګېزه او عاملان نه دي روښانه شوي. په هرات کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د نعمان د پلار او مور د وژنې قضیه
عبدالرحمان مرادي، د هرات د ولایتي شورا پخوانی غړی، د ۱۴۰۳ کال د مرغومي په ۲۱مه د هرات ښار د پنځمې ناحیې په ۶۴ متره سړک کې په خپل کور کې ووژل شو.
هغه مهال د نوموړي د مړینې لامل «د وسلې د پاکولو پر مهال په تصادفي ډول د مرمۍ ویشتل» بلل شوی و؛ خو وروسته طالبانو د هغه مېرمن او زوی د وژنې په تور ونیول.
د عبدالرحمان مرادي مېرمن د ۱۴۰۴ کال د میزان په ۵مه د طالبانو د استیناف محکمې له غونډې وروسته، د همدې محکمې په انګړ کې په ډزو ووژل شوه.
سرچینو هغه مهال ویلي وو چې د طالبانو محکمې د عبدالرحمان مېرمن له تورونو برائته کړې وه او له خوشې کېدو وروسته د عبدالرحمان مرادي د ورور له لوري وژل شوې ده.
په هغه وخت کې سرچینو د نوموړې ښځې څرګندونې هم خپرې کړې وې چې ویلي یې وو، خاوند یې ځان وژنه کړې وه. هغې ویلي وو چې عبدالرحمان مرادي د خپل پلار تر فشار لاندې و.
د عبدالرحمان مرادي پلار، شیراحمدخان عليزی، چې په «ارباب شیرو» مشهور دی، په هرات کې له سیمهییزو بانفوذه کسانو څخه بلل کېږي.
