د هرات د ولایتي شورا د یوه پخواني غړي زوی د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ته څېرمه ووژل شو

په هرات کې سرچینو تایید کړې چې یو ځوان د دغه ولایت د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ته څېرمه په ډزو وژل شوی دی.

د سرچینو په وینا، دغه ځوان نعمان نومېده او د هرات د ولایتي شورا د پخواني غړي عبدالرحمان مرادي زوی و. عبدالرحمان مرادي هم دوه کاله وړاندې په خپل کور کې وژل شوی و.

سرچینې وايي، نعمان مخکې له خپلې مور سره یوځای د خپل پلار، عبدالرحمان مرادي، د وژنې په تور نیول شوی و.

د نعمان مور هم د تېر لمریز کال د میزان په میاشت کې د هرات د طالبانو په محکمه کې دننه ووژل شوه، خو نعمان بیا د خپل پلار د وژنې له تور څخه برائت ترلاسه کړی و.

د سرچینو په وینا، دغه ځوان تېره ورځ (دوشنبه، ۱۹ د زمري) د خپلې قضیې د تعقیب لپاره په هرات کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ته تللی و. هغه له ودانۍ څخه تر وتلو وروسته، د قوماندانۍ له ودانۍ څخه څو متره لرې د وسله‌والو کسانو له لوري په ډزو ووژل شو.

تر اوسه د دې وژنې انګېزه او عاملان نه دي روښانه شوي. په هرات کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د نعمان د پلار او مور د وژنې قضیه

عبدالرحمان مرادي، د هرات د ولایتي شورا پخوانی غړی، د ۱۴۰۳ کال د مرغومي په ۲۱مه د هرات ښار د پنځمې ناحیې په ۶۴ متره سړک کې په خپل کور کې ووژل شو.

هغه مهال د نوموړي د مړینې لامل «د وسلې د پاکولو پر مهال په تصادفي ډول د مرمۍ ویشتل» بلل شوی و؛ خو وروسته طالبانو د هغه مېرمن او زوی د وژنې په تور ونیول.

د عبدالرحمان مرادي مېرمن د ۱۴۰۴ کال د میزان په ۵مه د طالبانو د استیناف محکمې له غونډې وروسته، د همدې محکمې په انګړ کې په ډزو ووژل شوه.

سرچینو هغه مهال ویلي وو چې د طالبانو محکمې د عبدالرحمان مېرمن له تورونو برائته کړې وه او له خوشې کېدو وروسته د عبدالرحمان مرادي د ورور له لوري وژل شوې ده.

په هغه وخت کې سرچینو د نوموړې ښځې څرګندونې هم خپرې کړې وې چې ویلي یې وو، خاوند یې ځان وژنه کړې وه. هغې ویلي وو چې عبدالرحمان مرادي د خپل پلار تر فشار لاندې و.

د عبدالرحمان مرادي پلار، شیراحمدخان علي‌زی، چې په «ارباب شیرو» مشهور دی، په هرات کې له سیمه‌ییزو بانفوذه کسانو څخه بلل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته