د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي وايي، د هغو ځمکو بېرته ترلاسه کول چې دغه ډله یې «غصب شوې» او «امارتي» بولي، شرعي مکلفیت دی او د ځمکو د مالکانو او اوسنیو متصرفانو له قوم او مذهب سره هېڅ تړاو نه لري.
د طالبانو د عدلیې وزارت نن (سهشنبه، د زمري ۲۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، شرعي دغه څرګندونې پرون په کابل کې د خیریه بنسټونو له مسوولانو سره په یوه ناسته کې کړې دي.
شرعي ویلي: «د امارتي غصب شویو ځمکو په اړه د ځانګړې محکمې د پرېکړې پلي کول، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون شرعي او قانوني مکلفیت دی.»
نوموړی چې خپله هم د دغه کمېسیون مشر دی، تر دې وړاندې یې د غزني د هزاره مېشتې نواباد ښارګوټي ځمکې هم «امارتي» بللې دي.
په دې وروستیو کې، د کابل په لوېدیځ کې د هزاره مېشتې «امید سبز» ښارګوټي د اوسېدونکو د ایستلو حکم له صادرېدو وروسته، طالبان په دغو قضیو کې په قومي چلند تورن شوي دي.
خو د طالبانو د عدلیې وزیر وايي، له «غاصبانو او غیرشرعي متصرفانو» څخه د غصب شویو ځمکو تثبیت او بېرته ترلاسه کول یوه حقوقي موضوع ده چې په ټول هېواد کې روانه ده او «له قوم، مذهب او ژبې سره یې تړل منطقي نه دي.»
هغه زیاته کړې، کله چې محکمه د ځمکې د «امارتي» والي په اړه پرېکړه وکړي، کمېسیون په قانوني او شرعي توګه مکلف دی چې دغه پرېکړه عملي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل د امید سبز ښارګوټي د کورونو او ځمکو مالکانو وايي، دوی خپلې ځمکې په قانوني توګه او د جمهوري نظام پر مهال د هغه وخت د محکمې د حکم له مخې اخیستې دي.
طالبانو شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو ته خبر ورکړی و چې یوازې لس ورځې، یعنې د زمري تر ۱۵مې، وخت لري څو خپل کورونه تخلیه کړي.
په دې موده کې د دغه ښارګوټي د جایدادونو مالکانو د طالبانو د عدلیې وزیر تر مشرۍ لاندې کمېسیون، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او ان د طالبانو د مشر ملا هبتالله دفتر ته هم مراجعه کړې ده. خو د دې قضیې د بیاکتنې لپاره یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی او د طالبانو د عدلیې وزیر لا هم د ښارګوټي د تخلیې او بېرته ترلاسه کولو پر حکم ټینګار کوي.
طالبانو د امید سبز ښارګوټي څه باندې ۱،۵۰۰ جریبه ځمکه امارتي (دولتي) اعلان کړې ده.
