د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، خیریه بنسټونه باید د خلکو له بېوزلۍ څخه په ناوړه ګټه اخیستنې سوداګري ونه کړي، بلکې د اتحادیو جوړولو او بنسټیزو چارو په برخه کې اقدام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه او نور نړیوال بنسټونه وايي، افغانستان ته د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بېوزلي او بېکاري زیاته شوې او یوازې سږ کال شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
په ورته وخت کې، د نړیوالو بشري مرستو له کمېدو سره، خیریه بنسټونه او د ټولنیزو شبکو ځینې فعالان د بهرنیو مرستندویانو او اړمنو خلکو ترمنځ په منځګړو بدل شوي دي.
په ډېرو مواردو کې، دغه کسان او بنسټونه د مرستو د وېش پر مهال له ترلاسه کوونکو څخه عکسونه او ویډیوګانې اخلي او د مرستو ورکوونکو او خلکو د خبرولو په موخه یې په خپلو ټولنیزو شبکو کې خپروي.
