په سوریه کې یوې محکمې بشار اسد د اعدام په سزا محکوم کړ

د سوریې د لنډمهال حکومت یوې محکمې د سې‌شنبې په ورځ د دغه هېواد له واکه لرې شوی ولسمشر بشار اسد په غیابي محاکمه کې د اعدام په سزا محکوم کړ.

د رویټرز د راپور له مخې، محکمې بشار اسد د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال د وژنو، شکنجې، خپلسرو نیونو او د بشریت پر ضد د جرمونو په ګډون په یو شمېر جرمونو مجرم پېژندلی دی.

د اسد د حکومت امنیتي چارواکی عاطف نجیب هم په دې قضیه کې د اعدام په سزا محکوم شوی دی.

دا د بشار اسد له واکه د لرې کېدو وروسته د هغه لومړنۍ قضايي محکومیت دی.

د اسد وسله‌والو مخالفینو د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د پراخو بریدونو له لارې د اسد د کورنۍ څو لسیزې واکمني پای ته ورسوله.

اسد د مخالفو ځواکونو له دمشق ته د ننوتلو مخکې له سوریې وتښتېد او اوس د روسیې په پلازمېنه مسکو کې ژوند کوي.

بشار اسد په ۲۰۰۰ کال کې د خپل پلار حافظ اسد له مړینې وروسته د سوریې ولسمشر شو.

هغه تر دوو لسیزو ډېر د خپلې کورنۍ واکمني وساتله او په سوریه کې یې د علویانو، چې د سني مسلمانانو د اکثریت په هېواد کې یوه مذهبي لږکۍ ده، د واکمن رول ته دوام ورکړ.

سوریه د اسد د واکمنۍ پر مهال د ایران له نږدې متحدانو څخه وه او له اسرائیلو او امریکا سره یې مخالفت درلود.

د سوریې کورنۍ جګړه په ۲۰۱۱ کال کې د عربي پسرلي په لړ کې د ولسي اعتراضونو او د دیموکراسۍ غوښتنو وروسته پیل شوه. د معترضانو له خونړي ځپلو وروسته دغه اعتراضونه په یوې اوږدې او پراخې کورنۍ جګړې بدل شول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته