د تېلو بیه نن (سه شنبه، ۲۰ د زمري) د هرمز تنګي د بیا پرانیستل کېدو په اړه د اندېښنو له دوام سره لوړه شوې ده.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د «وست ټکزاس انټرمیډیټ» خام تېلو بیه ۲.۲ سلنه لوړېدو سره په هر بېرل کې ۸۳.۹۷ ډالرو ته رسېدلې او د شمال سمندر «برنټ» تېلو بیه هم ۲.۲ سلنه لوړېدو سره په هر بېرل کې ۸۹.۶۵ ډالرو ته رسېدلې ده.
د خامو تېلو بیه په تېره یوه اوونۍ کې له ۱۰ سلنې څخه زیاته لوړه شوې ده.
سره له دې چې د روانې میاشتې په پیل کې سپینې ماڼۍ خوشبینانه څرګندونې کړې وې، ایران او امریکا لا هم د دغه مهم سمندري مسیر د بیا پرانیستل کېدو په اړه هوکړې ته نه دي رسېدلي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې له ایران سره د سولې په خبرو کې به د تېرو شخړو په بدل کې د تاوان غوښتنه وکړي.
هغه ایران په تېرو څو لسیزو کې د بریدونو او وژنو په ملاتړ یا کې لاس لرلو تورن کړ.
د ټرمپ دغه څرګندونې د ایران د هغې غوښتنې په غبرګون کې مطرح شوې چې د کړکېچ د حل لپاره یې له امریکا څخه د جګړې د تاوان غوښتنه د یوه شرط په توګه مطرح کړې ده.
د تېلو دواړو اصلي شاخصونو بیې د دوشنبې په ورځ شاوخوا پنځه سلنه لوړې شوې او د سې شنبې په ورځ هم له دوو سلنې څخه زیاتې لوړې شوې. د برنټ تېلو بیه په هر بېرل کې ۹۰ ډالرو ته نږدې شوې ده.
د نیوزیلنډ بانک شنونکي جېسن وانګ ویلي: «د هرمز د تنګي د بیا پرانیستل کېدو د خبرو په اړه د مثبتو خبرونو د نشتوالي له امله د تېلو پر بیو د لوړېدو فشار لا هم دوام لري.»
په «کوینټکس انټل» شرکت کې نړیوال ستراتیژیست سټیفن انیس هم ویلي چې دواړه لوري هڅه کوي، پرته له دې چې یوه بله مرمۍ وویشتل شي، له تېلو څخه د فشار د وسیلې په توګه کار واخلي؛ امریکا هڅه کوي د ایران د تېلو صادرات محدود کړي او تهران هم د نورو هېوادونو د تېلو د لېږد پر مسیر فشار زیات کړی دی.
د تېلو د بیو لوړېدو یو ځل بیا د انفلاسیون په اړه اندېښنې زیاتې کړې او په امریکا کې یې د سود د کچې د لوړولو احتمال هم ډېر کړی دی.
