د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تایید کړه چې د ایران د احتمالي برید له وېرې یې په ترکیه کې د ناټو له غونډې څخه په پټه بریتانیا ته سفر کړی دی.
ټرمپ د سېشنبې په شپه (۲۰ زمري) په مریلینډ کې خبریالانو ته وویل چې نوموړي د امریکا د استخباراتي امنیتي ادارې او پوځ په مشوره عمل کړی دی.
ټرمپ وویل: «ما د استخباراتي امنیتي ادارې او پوځ په مشوره عمل وکړ. هغوی غوښتل چې زه په بله الوتکه کې، له بلې الوتکې سره لاړ شم… زه هر څه کوم چې هغوی یې راته وايي. فکر کوم چې یو ګواښ موجود و. ما په رښتیا ډېرې پوښتنې ونه کړې. ما ته ډېر ګواښونه کېږي.»
هغه زیاته کړه: «زه ډېر داسې ګواښونه ترلاسه کوم چې تاسو ترې خبر نه یاست. هر مهم ولسمشر له ډېرو ګواښونو سره مخ کېږي. غیرمهم ولسمشرانو ته ګواښونه نه کېږي او زه فکر کوم ښايي زه تر ټولو مهم ولسمشر یم.»
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې یوه ورځ وړاندې په یوه راپور کې افشا کړې وه چې ټرمپ د ناټو له غونډې وروسته له ترکیې څخه بریتانیا ته په بله الوتکه سفر کړی او د امریکا ځانګړې ولسمشرۍ الوتکه «ایرفورس وان» پرته له ټرمپ څخه الوتلې ده.
د دغه راپور له مخې، ټرمپ په رسمي مراسمو کې «ایرفورس وان» ته پورته شو، خو وروسته په پټه د خوړو او پذیرایۍ د وسایلو د لېږد په یوه لارۍ کې یوې بلې الوتکې ته انتقال شو او ترکیه یې د یوې «غولونکې عملیات» له لارې پرېښوده.
