د بشري حقونو د څار سازمان (Human Rights Watch) وايي، د «ښځو او ماشومانو د حقونو د څېړنې بنسټ» شپږ نارینه کارکوونکي له یوې میاشتې راهیسې د طالبانو له خوا په جبري ډول ورک شوي دي.
دغه سازمان نن (پنجشنبه، د زمري په ۲۲مه) په یوه بیان کې ویلي، چې طالبانو تر اوسه د هغو شپږو کسانو د ساتلو د ځای په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړي.
دغه کسان د جولای په ۱۸مه په کابل کې نیول شوي وو.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې طالب چارواکي باید د دغو کسانو کورنیو او وکیلانو ته اجازه ورکړي، چې له هغوی سره وویني. که پر دوی کوم تور نه وي لګېدلی، باید سمدستي خوشې شي.
د «ښځو او ماشومانو د حقونو د څېړنې بنسټ» د ملاتړ پروګرامونه وړاندې کوي او د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخه کې څېړنه او مدافعتوب کوي.
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو د برخې مشرې، ماکارنا سائس، ویلي: «داسې ښکاري چې طالبان د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره هر ډول هڅه د خپل ځپونکي حکومت پر وړاندې ګواښ ګڼي. هغوی باید سمدستي د دغو شپږو کارکوونکو د ساتلو د ځای په اړه معلومات ورکړي او که په ناقانونه توګه نیول شوي وي، خوشې یې کړي.»
د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، د جون په ۲۱مه طالب ځواکونو په کابل کې د ښځو او ماشومانو د حقونو د څېړنې بنسټ پر دفتر برید وکړ او د کارکوونکو لپټاپونه او ګرځنده ټیلیفونونه یې ضبط کړل.
یوه باخبره سرچینه د بشري حقونو د څار سازمان ته ویلي، چې طالب ځواکونو دفتر تلاشي کړ، مهر یې کړ او په راتلونکو اوونیو کې یې د دې بنسټ د فعالیتونو په اړه کارکوونکي تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې ونیول.
د جولای په ۱۸مه طالب چارواکو د دغه بنسټ شپږو نارینه کارکوونکو ته امر وکړ چې د ضبط شویو وسایلو د بېرته ترلاسه کولو لپاره دفتر ته ورستانه شي؛ خو ټول شپږ کسان ونیول شول.
د دغو کسانو د کورنیو غړو ویلي چې طالب چارواکو تر اوسه د هغوی د ساتلو د ځای، وضعیت یا احتمالي تورونو په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړي.
زرغونه یفتلي، چې پخوا یې د دغه بنسټ مشري کوله او اوس په کاناډا کې یوه همکاره اداره چلوي، ویلي: «د هغوی کورنۍ په دایمي وېره او بېباورۍ کې ژوند کوي.»
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له بېرته رسېدو وروسته د ښځو او نجونو حقونه په پرلهپسې ډول محدود کړي دي. اوس مهال د افغانستان ښځې او نجونې له زدهکړو، کار او د آزاد تګ راتګ له حق څخه بېبرخې دي.
دې ډلې په تېرو پنځو کلونو کې خپل منتقدان، په ځانګړې توګه هغه ښځې چې د طالبانو پر محدودیتونو یې نیوکه کړې، نیولي او بندیان کړي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې له دغو کسانو څخه ډېری یې په خپلسري ډول نیول شوي او بندیان شوي، د اوونیو لپاره په جبري ډول ورک شوي، په نامناسبو شرایطو کې ساتل شوي او شکنجه شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان په عین حال کې ویلي چې حکومتونه باید طالبان تر فشار لاندې راولي، څو د ښځو پر وړاندې د زیاتېدونکي ځپنې او د بشري حقونو د مدافعانو د نیولو او جبري ورکېدو مخه ونیسي.
دغه سازمان وايي چې د افغانستان د بشري حقونو د کړکېچ په اړه د حکومتونو عمومي غبرګون کافي نه دی.
سائس ویلي: «حکومتونه باید طالبان د ښځو پر وړاندې د زیاتېدونکي ځپنې او د بشري حقونو د مدافعانو د نیولو او جبري ورکېدو په اړه تر فشار لاندې راولي. خو برعکس، ځینې حکومتونه له طالبانو سره د اخراجونو د زیاتولو لپاره تعامل کوي؛ داسې اخراجونه چې بېرته ستنېدونکي کسان له خطر سره مخ کوي.»
